د ملی اتل نمانځنه او څو ټکی!

- ۲۱ سنبله ۱۳۹۳

تېره ورځ د لویې جرګې خېمه د جهاد او مقاومت د ملی څېرې او ملی اتل احمدشاه مسعود د دیارلسم تلین شاهده وه. دا مراسم د زرګونه کسانو په برخې اخیستلو په ښه ډول ترسره شول. له دولس کلن ځنډ وروسته په لومړی ځل ولسمشر کرزی هم په دې مراسمو کې ګډون وکړ او د احمدشاه مسعود په اند، فکر او اهمیت یې خبرې وکړې. له هغه سره یې د خپلو اړیکو وویل او مسعود یې د خپلواکۍ او ازادۍ د لارې قربانی یاد کړ، چا چې ځان قربان کړ؛ خو د خپلواکۍ جنډه یې رپانده وساتله.
د دې ترڅنګ د هېواد په یوشمېر نورو ولایاتو کې هم د شهید احمدشاه معسود له دیارلسم تلین یادونه شوې او مراسم نیول شوی دی. له دې ښکاری، چې د افغان ملت په زړه کې شهیدانو او د شهیدانو ورځې خپل ځای پیدا کړی، خلک د جهاد او ملی مقاومت په ارزښت او اهمیت پوه شوی دی.
خو هغه څه چې د دې پرتمینې ورځې په لمن د بدرنګۍ داغ لګوی، د یوشمېر کسانو او کړیو له لوری په قصدی ډول ځینې هغه هڅې دی، چې د مسعود له ښوونځی سره په ټکر کې دی.
مثلاً په لویه جرګه یوشمېر خلکو د حضرت صبغت الله مجددی پر وړاندې د خلکو اعتراض چې وینا ته یې پرېنښود. په هېڅ وجه دا د مسعود له اهدافو، لارې او مکتب سره اړخ نه لګوی. خو دا هم د پوښتنې وړ ده، چې ولې ښاغلی کرزی ټینګار درلود، چې د غونډې په پای کې دې مجددی او د شهیداحمدشاه مسعود د بنسټ مشر احمدولی مسعود خبرې وکړی او غونډه دې پای ته ورسېږی؟ حتی پخوانۍ اجنډا هم عملی نشوه، چې باید اوو تنو ویناوې کړې وې.
کرزی پوهېده، چې د مخکینو سیاسی خبرو له امله خلک د حضرت صیب د خبرو پر وړاندې غبرګون ښیی. چې دقیقاً هماغسې وشول. پر ځای دریځ د ډاکټر عبدالله عبدالله او احمدولی مسعود و، چې له خلکو یې وغوښتل چې جهادی مشر حضرت صبغت الله مجددی خبرو ته پرېږدی. د ډاکټر عبدالله او ښاغلی مسعود دا وینا ډېره معقوله وه، چې سیاسی مسایل هر وخت کېدای شی او باید له دې سترې ورځې او ناستې سره مخلوط نشی.
د دې ترڅنګ با وجود ددې چې د شهیدمسعود د بنسټ مشر په وار وار له خلکو غوښتی ول، چې چا ته مزاحمت ونه کړی، د خلکو د ازار او اذیت سبب نشی؛ مګر بیا هم ځینو کسانو په لارو کوڅو کې موټریز کاروانونه جوړ کړی ول او ځینو خو حتی په واټونو کې هوایی ډزې هم کولې.
دا کار په هېڅ وجه د شهیدانو له اونۍ او په ځانګړی ډول د شهیداحمدشاه مسعود له کلیزې سره مناسبت نه لری، بلکې هڅه کېږی چې په لوی لاس ځینې وړې ګډوډۍ رامنځته کړی.
که چېرې یوشمېر کسان نااګاهانه د خپلو احساساتو د ښکاره کولو لپاره په دې کړنو لاس پورې کوی؛ نو تېروتی او په کار ده چې بله لاره ومومی، ځکه په دې ډول کړنو سره نشی کېدای چې د ملی اتل هیلې پوره شی،.
په دې ورځ باید د ملی یووالی، ثبات راوستلو او ورورګلوۍ لپاره کار وشی.
هغه ډول چې ولسمشر کرزی وویل، چې شهید احمدشاه مسعود یو هېواد پرسته او د خپلواکۍ غوښتونکی و، چې د دې ملت د خلکو د سوکالۍ لپاره یې کار کاوه. نو د هغه د لارې لارویان هم باید د هغه په نقش قدم ګام واخلی. هر کال باید دا مراسم نور هم پراخ شی او د ملی یووالی لپاره په کې هڅې وشی؛ څو د ستر مسعود ارمانونه په عمل کې پلې شوی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.