ژمی ته بشپړ چمتووالی اړین دی

گزارشگر:عرفان مومند/ 29 میزان 1393 - ۲۸ میزان ۱۳۹۳

سږنی ژمی بیا له ډېرو افغانانو واکې واڼۍ تښتولی او ډېری افغانان یې اندېښمن کړی دی. سږکال د تېرو کلونو خلاف ژمی له اوسه پیل شو. یخنۍ لمن غوړولې او په ډېرو غرنیزو سیمو کې په مرکزی او شمالی افغانستان کې واورو سپین څادر غوړولی دی.
سږکال ژمی په داسې مهال راځی، چې افغانستان له یوه اوږده بحران نه راوتلی، اقتصاد یې ځپل شوی، خزانه یې خالی او بېکاری په کې ډېره شوې ده. د دې ترڅنګ د توکیو بیې هم ورسره لوړې شوی دی. mnandegar-3د ادارو او وزارتونو چارې هم د پخوا په څېر عادی نه دی، بلکې د دې لپاره چې وزیران سرپرست شوی او تر راتلونکې یوه میاشت پورې به نوی وزیران وزارتونو ته ور وپېژندل شی، اوسنی چارواکی تر ډېره د ځان سپینولو او د ملی شورا د غړو په وینا، چې په چور اخته دی.
سږنی ژمی به په هېواد کې له دې امله هم ستونزمن وی، چې د خلکو اقتصادی وضعیت ځپل شوی دی، د ټاکنیز کړکېچ له امله ډېری خلک بېکاره شول، یا یې کار و بار په ټپه درېدلی و او یا یې هم په کورنی عاید کې کمښت راغلی دی. کېدای شی ډېری خلک د ژمی لپاره اړین خوراکی توکی او پوښاک ونه لری.
دا مساله د د ملی یووالی د حکومت اجرایوی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په لومړنۍ ناسته کې هم یاده کړه او په اړه یې د اړوندو وزارتونو رپوټونه واورېدل.
ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په لومړنۍ ناسته کې د کرنې له وزارته وغوښتل، چې په راتلونکې غونډه کې سړو سیمو ته د خوراکی توکو د لېږد په اړه راپور وړاندې کړی؛ خو له ټولګټو وزارته یې غوښتنه وکړه، چې د سالنګونو په ګډون د لویو لارو د پرانستو ساتلو په اړه خپل راپور وړاندې کړی، څو دوی یې د ستونزو په حل کې اقدام وکړی او له شویو اقداماتو ځان ډاډه کړی.
ځکه ژمی په افغانستان کې د یوې خونړۍ او وژونکې څپې په توګه هر کال زموږ بې وزله او بې وسه افغانان کړوی. په افغانستان کې د غرنیز جوړښت او صعب العبور د ډېرو سیمو د شتون له امله یوشمېر خلک د شپږو او ان اتو میاشتو لپاره د خوراک او سون توکی زېرمه کوی. ځکه د ډېرو واورو او لارو دبندېدو له امله نشی کولای، ښارونو ته لاړ شی. د دې ترڅنګ ډېر ساړه او واورې په ډېرو سیمو کې خلک له ستونزو سره مخ کېږی، چې حکومت یې باید په وخت لاسنیوی وکړی.
د بېلګې په ډول هر کال سالنګونه د ډېرې واورې له امله تړل کېږی. په دې لاره تلونکی مساپر له ډېرو ستونزو سره مخ وی، چې کله کله ځینو مساپرو ته په سالنګونو تګ کول د هغوی د ژوند په بیه هم تمام شی. د دغو ستونزو د مخنیوی لپاره د ملی یووالی حکومت د ټولو تدابیرو د ارزونې او څارنې هوډ کړی دی.
د ولسمشر کرزی په حکومت کې به هر کال د ژمی لپاره د لازمو او بشپړو تدابیرو خبر ورکړل شو؛ خو چې کله به ژمی راغی او خلک به له ستونزو سره مخ ول؛ نو بیا به حکومت ورسره د لازمو مرستو وړتیا نه درلوده. له همدې امله ډېرو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکاوه. خو د ملی یووالی حکومت د دې نیمګړتیا په درک کولو سره هوډ کړی چې په راتلونکی ژمی کې دې د تېرو کلونو په شان ستونزې نه وی.
سږکال سره له دې چې ژمی له وخته پیل شوی، ښه دی چې حکومتی چارواکیو دې مسالې ته پام کړی دی. ځکه همدا اوس سالنګونو واورو پوښلی او د هېواد په شمالی، شمال ختیزو او مرکزی سیمونو کې هم واوره پیل شوې ده. په کابل او ځینو نورو سیمو کې یخنۍ خوله لګولې. له دې ښکاری چې افغانان به یو سخت ژمی په مخ کې ولری. که چېرې د دې ژمی لپاره بشپړ او لازم چمتووالی ونه نیول شی، سږ کال به هم دا ژمی د ډېرو افغانانو ژوند واخلی او یوشمېر نور به له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.
په افغانستان کې یو لوی اکثریت بې وزله دی، چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوی. سخته یې دا ده، چې دغه کورنۍ نه سرپناه لری، نه د خونو او ځانونو د تودولو او د خېټو د مړولو لپاره توکی لری. په دغسې مهال کې د حکومت دنده ده، چې ورسره مرسته وکړی او په دې برخه کې له نړیوالو بشری مرستندویه ټولنو او هېوادونو نه هم مرستې راټولې کړی.
اړتیا ده چې په دې برخه کې له هر ډول چمتووالی او راټولو شویو مرستو په اړه نوی حکومت ښه ځان ډاډه کړی. اړونده ادارو ته په جدیت او قاطعیت سره د کار کولو سپارښتنه وکړی، د هغوی چارې تر پایه وڅاری، څو په ژمی کې هېوادوال د حکومت او په ځانګړی ډول په دې برخه کې د کارکوونکیو ادارو او چارواکیو د ناغېړۍ له امله، خپل ځانونه له لاسه ورنه کړی.
په هېڅ وجه باید نوی حکومت اجازه ورنه کړی، چې سږ کال هم یوشمېر افغانان د سړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، ښه ده چې له همدا اوس نه له یوشمېر کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو او هېوادونو سره په دې اړه خبرې وشی او مرستې راټولې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.