د کونړ چارواکی: پر کونړ ۵۰۰۰ توغندی راتوغول شوی

- ۰۳ میزان ۱۳۹۱

سره له دې چې افغان حکومت د پاکستان له لوری پر کونړ د راکېټی بریدونو راتوغول کېدو مسله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې، د کونړ چارواکی وایی، چې لا هم دغه بریدونه  دوام لری.
د کونړ والی فضل الله وحیدی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، سره له دې چې افغان حکومت د پاکستان له لوری د راکېټی بریدونو مسله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې خو لا هم دغه بریدونه نه دی درېدلی.
نوموړی زیاتوی، د دغو بریدونو له پیل نه تر اوسه د یادو توغندیو له امله ۱۹ تنه هېوادوال وژل شوی او کابو ۵۰ تنه نور ټپیان دی. هغه وایی، د کال له سره تر اوسه شاو خوا پنځه زره توغندی پر کونړ را توغول شوی دی.
د کونړ والی وویل، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نوی توغندی نه دی راغلی؛ خو له دې وړاندې هم ډېر ځله داسې شوی چې یوه روځ به توغندی نه راتلل، خو وروسته به پیل شول.
نوموړی وایی، امنیت شورا ته د دې مسلې له وړاندې کېدا وروسته هم توغندی راغلی؛ خو دا به وروسته معلومه شی چې اوس هم بریدونو وقفه اخیستې  او که نور د تل لپاره بند شول.
د ښاغلی وحیدی په خبره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې مسلې له وړاندې کېدو خوښ دی او هیله من دی چې د ملګرو ملتونو د فشارونو له امله به دغه بریدونه پای ومومی.
د کونړ والی زیاته کړه، په دې برخه کې شوې ټولې دیپلوماتیکې هلې ځلې که د سفیر احضارول وی یا د اعتراض پاڼې سپارل او د ولسمشرانو لیده کاته، یوې هم پایله ورنه کړه دا وروستۍ لاره وه چې افغان حکومت پرې قدم واخیست.
هغه وایی، هیله لری چې امنیت شورا او ملګری ملتونه به پر پاکستان بندیزونه ولګوی او فشار پرې راوړی.
ښاغلی فضل الله وحیدی وویل، پاکستانیانو له پولې هاخوا افغان کډوال تر سختو شرایطو لاندې نیولی او په عذاب کړې یې دی او له همدې امله د کونړ یوشمېر سیمو ته ډېر افغان کډوال را اوښتی دی.
نوموړی وایی، څه وخت وړاندې د یوه سیاسی ګوند تر مشرۍ او پوښښ لاندې په سلګونه ځوانان او هېوادوال د همدې مسلې په تړاو کونړ ته ورغلل.
هغه وایی، دغو ځوانانو د کونړ له خلکو سره خپل یووالی وښود، ملاتړ یې تر څرګند کړ او هلته یې خپل غږ پورته کړ چې باید د دغو بریدونو مخه ونیول شی.
د کونړ د والی په خبره، یادو ځوانانو ژمنه وکړه که په پوځی برخه کې ورته اړتیا شی، چمتو دی چې د کونړ له خلکو سره یو ځای له خپلې خاورې ساتنه وکړی او د پاکستان د بریدونو پر وړاندې په پوځی غبرګون لاس پورې کړی.
د کونړ والی وایی، که د ملګرو ملتونو فشارونو او ورته د دغې مسلې وړاندې کولو پایله ورنه کړه او دا بریدونه بند نه شول وروستۍ پرېکړه د ملت له استازو ولسمشر سره ده چې په دې اړه څه پرېکړه کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایله درې ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په دې اړه د افغان حکومت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویېلی یې دی چې کېدای شی دا بریدونه د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د سیمې پر سولې او ټیکاو ناوړه اغېز وکړی.
افغان حکومت د پاکستان له خوا د افغانستان پر ختیزو سیمو د لګېدونکو توغندو په اړه څو ځله خپلې ګیلې او اندېښنې له پاکستانی حکومت سره شریکې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی، چې دغه مساله د ملګرو ملتونو د امنیت تر شورا رسوی. د بهرنیو چار وزارت همدارنګه ویلی چې ښایی نن ولسمشر کرزی دغه مسله د ملګرو ملتون په عمومی غونډه کې هم د خپلې وینا پر مهال یاده کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.