شنونکی: د سولې په اړه کوم میکانیزم وجود نه لری

گزارشگر:دو شنبه 24 قوس 1393 - ۲۳ قوس ۱۳۹۳

کارپوهانو د ولسمشر غنی هغه څرګندونې چې ( په هر قیمت وی سوله به راولم) یوازې یو خوب ګڼلی.
افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی چې په هیواد کې د سولې راوستل زموږ له ملی لومړیتوبونو څخه دی او چې په هر قیمت وی سوله په هېواد ته راولم.‎mnandegar-3
ولسمشر غنی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوی چې له امریکا سره یې دوه اړخیز امنیتی تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې چې د روان میلادی کال تر پایه به یو شمېر امریکایی سرتېری له افغانستان څخه ووځی.
که څه هم چې سیاسی شنونکی په افغان سوله کې د پاکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو ونډه مهمه ګڼی ولسمشر غنی د واک ته د رسېدلو په لومړیو ورځو کې د سولې د راوستلو په موخه سعودی عربستان، چین او پاکستان ته سفرونه وکړل او هغوی هم په دې اړه د مرستې کولو سینه وډبوله.
چین له افغانستان سره د سولې د راوستلو په اړه ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې دی به د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړی او بالاخره مثبته پایله به ورکړی.
د چین عربستان او پاکستان له کړو ژمنو وروسته افغان دولت او په ټوله کې افغانان په دغو ژمنو باوری شول او د سولې د راوستلو په اړه یې هیلې لا زیاتې شوې.

د لندن د کنفرانس له تر سره کېدو سره له یوې خوا د افغان حکومت سره د نړیوالو ژمنو د را جلبېدو تودې ژمنې وشوې او دغه حکومت یې د خپلو چارو د پیاوړتیا لپاره خوش باور کړ، ورسره په هېواد کې امنیتی وضیعت هم ښه شوی وو.
ولسمشر غنی په دې باور وو چې اوس یې په نړیوالو بې باوری پای ته رسېدلی نو ښایی د سولې د راوستلو په اړه به یې هڅې پایله ورکړی.
خو د سیاسی چارو شنونکی سوله د افغان حکومت نه بلکې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د هڅو پورې تړلې ګڼی او زیاتوی چې ولسمشر غنی نه شی کولای په یوازې ځان په هېواد کې سوله راولی.
د پوځی چارو شنونکی جنرال امرالله امان د سولې په اړه د خبرو اترو د سرچینې او موقف معالومېدل اړین ګڼی او زیاتوی چې افغان دولت باید له چا سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړی؟
(( افغان دولت دې باید هغه ادرس مالوم کړی چې د سولې په اړه ورسره خبرې کوی، اشرف غنی پاکستان، د پاکستان اسخبارات پوځی مشران او که له طالبانو سره چې طالبان هم یو شمېر یې پاکستان، ایران، عربستان او یو شمېر یې د امریکا او نور په خوښه کار کوی.))
د ښاغلی امان په خبره چې سعودی عربستان ته ولسمشر غنی سفر وکړ؛ څو د سولې په اړه خبرې اترې وکړی:
د هغه په خبره دا اړینه ده هغه عربان چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې تروریستی فعالیتونه کوی خپل کړی او د جنګ نه لاس په سر کېدو ته دې اړ باسی له هغې وروسته دې په افغانستان کې د سولې لپاره اقدام وکړی.
ښاغلی امان زیاته کړه: (( په داسې حال کې چې ټارکېټ مالوم نه وی، ادرسونه مالوم نه وی او ورته میکانیزمونه نه وی جوړ شوی چې اوس میکانیزم وجود نه لری د سولې په اړه دا رنګه څرګندونې یو خوب دی، خیال دی او ناممکن ده چې سوله قایمه شی.))
د سیاسی چارو شنونکی غلام جیلانی سوله د ژوند د پرمختک راز بولی او زیاتوی چې په دې اړه مو د پرمختګ مخه ټپ شوې ده.
نوموړی د ولسمشر د هغې خبرې په اړه چې وایی (( که په هر قیمت وی زه به سوله راولم)) (( سوله د افغانستان لپاره د پرمختګ راز دی او تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نشته او دا چې سوله به په هر قیمت وی زه ناممکن کڼم، ولې چې له دې نه پورته قیمت هم شته لکه خپلواکی، استقلال او ازادی چې د دې پر سر نه شی کېدای))
د ښاغلی ځواک په خبره دا چې ولسمشر غنی پاکستان، چین، او سعودی عربستان ته د سولې د راوستلو په موخه سفرونه وکړل او کوم د پام وړ پرمختګ پکې ونه لیدل شو، یو څه د سبوتاژ کوښښونه هم پکې روان دی.
د هغه په خبره له کله نه چې چین کوښښ کړی په افغانستان کې د سولې دغه ابتکار په خپل لاس کې واخلی په اړه یې د سبوتاژ لپاره هم کوښښونه پیل شوی دی او په دې اړه امریکا نه غواړی چې چین دې د افغان سولې په راوستلو کې بریالۍ هڅه تر سره کړی.
(( کله چې امریکا راضی نه وی؛ نو په افغانستان کې سوله نه شی راتلای، دا ځکه چې امریکا د جنګ یو اړخ دی چې هم په افغانستان او هم په پاکستان کې وجود لری، دوی غواړی چې د مرکزی اسیا او د چین شاوخوا سیمې نا امنه کړی او د دې لپاره دوی هڅه کوی چې افغانستان کې جګړه روانه وی او لا زیاته شی))
د هغه به خبره له امریکا سره د امینتی تړون په لاسلیکېدو سره بیا هم په افغانستان کې د هغه ډلو لخوا یو شمېر بد امنۍ را وزېږدې چې د دغه تړون له لاسلیکېدو سره یې مخالفت کاوه.
نو په دې اساس ولسمشر غنی په دې ډاډه ده چې دا مریکایی ځواکونو له وتلو وروسته به بیا هم نړیوالې مرستې له افغانستان سره روانې وی او وسله وال طالبان به ونه شی کولای چې د سولې راوستلو لپاره خنډ وګرځی.
(( زما په نظر چې د سولې په اړه له طالبانو سره خبرې اترې وروسته له دې چې امنیتی تړون لاسلیک شوی اسانه نه دی او دا د نوی دولت لپاره د سولې په برخه کې یو منفی پېنټ دی))
د پوځی چارو شنونکی عتیق الله امرخیل د سولې راوستل په هغه حالت کې د امکان وړ وګڼل چې افغان دولت د اوس په شان پاشلی ونه اوسی او منسجم شی که نه د سولې په اړه ټولې هڅې به مناسبې پایلې ونه لری او یوازې د کرزی د حکومت په شان به یې هڅې اوږدې روانې وی.
کرزی په خپل حکومت کې په بیا بیا له پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره د سولې په اړه خبرې اترې پیل کړې وې خو د واک تر پایه یې په هېواد کې سوله رامنځته نه شوه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.