جنرال عبدالرزاق: د نظام ځینی غړی د سیمې له استخباراتو سره لاس لری

- ۱۳ ثور ۱۳۹۴

دو شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۴

 

د کندهار امنیه قوماندان وایی، چې د نظام ځینو غړو د سیمې له استخباراتی کړیو سره لاس یو کړی او غواړی، چې افغانان خرڅ کړی.
جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې پرون د کندهار د نوی والی ډاکتر همایون عزیزی د کار د پیل په مراسمو کې وکړې.
mnandegar-3دغه مراسمو کې چې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی وو، ښاغلی رازق وویل، چې د سولې د عالی شورا ځینو غړو د سیمې له استخباراتو سره لاس لری او غواړی، چې افغانستان د بحران خوا ته بوځی.
که څه هم نوموړی د چا نوم وانخست خو ویې ویل، چې داسې اسناد لری، چې د نظام ځینی غړی د سیمې له استخباراتو سره لاس لری او غواړی یو ځل بیا افغانان خرڅ کړی.
ښاغلی رازق وویل»زه پوهېږم، چې د دې نظام ځینې کسان د سیمې له استخباراتو سره لاس لری او موضف کړی یې دی، چې موږ خرڅ کړی، پر موږ سوداګری کوی، اوس زموږ پر سر سودا شروع شوې ده، زه ثبوت لرم، چې د افغانستان او افغانانو قاتل ځینی کسان توظیف کړی، چې د افغانستان برجسته رجال و وژنی، زه دغه حکومت ته وایم، که موږ کومه ګناه او جنایت کړی و، هلته مو په دار
په ورته وخت کې افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کندهار د امنیې قوماندان د اندېښنو په جواب کې و ویل چې سوله د افغانانو اړتیا ده، خو په هغه بیه یې نه غواړی چی افغانان یې قربانی شی.
وځړوی، که نه نور مو دغه سوداګری بس ده، چې کله مو په قطر پلوری، کله په اماراتو او کله پر نورو.»
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق، له حکومت څخه یې وغوښتل چی د سولې په خبرو کې د تیرو څوارلسو کلونو لاس ته راوړنې خوندی وساتی.
په ورته وخت کې اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کندهار د امنیې قوماندان د اندېښنو په جواب کې و ویل چې سوله د افغانانو اړتیا ده، خو په هغه بیه یې نه غواړی چی افغانان یې قربانی شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.