د لغمان نوی والی: د ولس او حکومت تر منځ به واټن له منځه یوسم

- ۱۷ میزان ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د لغمان وګړی په دغه ولایت کې له ډېرو ستونزو سرټکوی، د لغمان نوی والی وایی په دې ولایت کې ټولې ستونزې د ولس او حکومت ترمنځ د شته واټن له امله رامنځ ته شوی دی.
د لغمان نوی والی فضل الله مجددی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د لغمان ولایت لپاره نوې پروګرامونه له ځانه سره لری.
هغه وویل، دمګړۍ یې د لغمان د بېلابېلو چارواکیو، مدنی ټولنو او خلکو سره سلا مشورې پیل کړی او د هغوی نظرونه، چې د راتلونکې اونۍ په پیل کې به په عملی کار پیل وکړی.
نوموړی زیاته کړه، د خلکو له خبرو او سلا وروسته ورته په ډاګه شوې، چې په لغمان کې امنیتی ستونزې، له فساد سره مبارزه، د بیارغونې په ټپه درېدل او خلکو ته د خدماتو عرضه کول سترې ستونزې دی، چې دی یې پر وړاندې کلک هوډ لری.

د لغمان والی وویل، چې د لغمان د ټولو اوسېدونکیو یو ځای کول او ورته د یوشان خدماتو عرضه کول یې د کار یوه مهمه برخه ده.
ښاغلی مجددی وایی، چې د ولس او حکومت تر منځ د شته واټن له منځه وړل یې کاری لومړیتوب دی او د دې کار د تر سراوی لپاره به په ټول توان سره هلې ځلې وکړی.
د هغه په خبره، د خلکو او ولسونو په ملاتړ به په لغمان کې شته ستونزو ته د حل لاره لټوی او په ګډه به یې پر وړاندې مبارزه کوی.
نوموړی زیاتوی، چې په لغمان کې به د امنیت د تامین لپاره پراخې هڅې په کار واچوی، ځکه په وینا یې چې له امنیت نه پرته د پرمختګ کول ناشونی دی او دا مهال لغمان له یولړ امنیتی ستونزو سره مخ دی.
فضل الله مجددی وویل، لغمان یو غریب ولایت دی او ځوانانو ته یې د کار موندنې لپاره هم پروګرامونه لری او په دې برخه کې به له مرکزی حکومت او نړیوالو ادارو هم مرسته وغواړی.
د هغه په خبره، داسې پلان لری چې په یو مهال هم په لغمان کې بیارغونه تر سره کړی او په بدل کې یې ځوانانو ته د کار روزګار او بدیل معیشت هم برابر شی.
د لغمان د والی په خبره، څو ورځې وړاندې یې د برېښنا مسوولین ور غوښتی ول او لغمان ته یې د برېښنا په ور رسولو یې ورسره خبرې وکړې.
نوموړی وایی، د برېښنا مسوولینو ورته په دې اړه وویل چې ټولې چارې تر سره شوی یوازې په سروبی کې دوه د برېښنا پایې او په لغمان کې د مېټرونو کېنول پاتې چې ډېر ژر به نصب شی.
هغه وایی، په لغمان کې برېښنایی شبکې فعالې شوې او ښایی تر راتلونکیو یوې نیمې دوو میاشتو پورې ننګرهار او لغمان ته برېښنا په یو مهال ور ورسېږی.
دا په داسې حال کې ده، چې پراخېدونکې نا امنی، د برېښنا نه شتون، اداری فساد، بې کاری او د بیارغونې نه شتون هغه ستونزې دی، چې تر ډېره لغمان ننګوی. وبه کتل شی چې نوی والی به په خپلو چارو کې څومره بریالی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.