له پاکستان سره اقتصادی ستونزه سیاسی ده

- ۱۸ میزان ۱۳۹۱

افغانستان ته د یوه سوداګریز پاکستانی پلاوی له راتګ او له افغان لوری سره یې تر خبرو اترو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایی، چې له پاکستان سره شته اقتصادی ستونزه سیاسی ده او تر هغې چې سیاستوال دغه ستونزه حل نه کړی له پاکستان سره به ستونزې شتون ولری.
د سوداګریزو خونو د بهرنیو اړیکو مسوول اذرخش حافظی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، سوداګر محافظه کار خلک دی او تر ډېره د انقلابیانو په شان کار نه کوی چې دغه مسایل په بشپړ ډول پرې او ختم کړی.
د نوموړی په خبره، له پاکستان سره د دوی ستونزه سیاسی کړکېچ دی او دا په سیاستوالو پورې اړه لری، چې په خپل منځ کې کېنی او دا مسله حل کړی.
هغه وایی، په کار ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرو په لیدو کتو له سره غور وشی او دا اوسنۍ ناستې ډېرې زړې او کمزورې دی. د سوداګریزو خونو دغه چارواکی زیاته کړه، چې پاکستانی سوداګر په افغانستان کې د سیاسی ستونزو او سیاسی وېرې له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوی خو که چېرې ورته په دې برخه کې د ډاډ وړ او تضمین شوې زمینه برابره شی، کېدای شی په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی.
اذرخش حافظی وایی، پاکستانی دغه راغلی سوداګر به له خپلو سیاستوالو سره خبره ناسته او خبرې کوی او ورته به وایی، چې په ټرانزیټی او سوداګریزه برخه کې شته ستونزې دې ختمې کړی، ځکه دا د هغوی په زیان هم دی.
د هغه په خبره، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرو تګ او  راتګ په خپله یو ګټور کار دی خو په دې شرط چې رښتینولی په کې شتون ولری.
حافظی وایی، افغانستان ته د پاکستانیو سوداګرو راتګ د یوې لړۍ پیل دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې او اوس یې د دواړو هېوادونو تر منځ ډېره پراختیا موندلې ده.
نوموړی وایی، پاکستانی سوداګر لېواله دی، چې د افغانستان ګټور بازار ته خپل توکی را وارد کړی او  توکی یې له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاره ومومی؛ خو په وینا یې چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوی.
هغه زیاته کړه، له پانګونې پرته یې سوداګری هم د افغانستان لپاره ښه ځکه ده که مزاحمت نه وی ورته ښایی ګټوره تمامه شی.
د ښاغلی حافظی په خبره، پاکستانی سوداګر پوهېږې چې سیاسی او پوځی ستونزې پر اقتصادی مسایلو اغېز ښندی او هغوی لېواله دی، چې د خپلو اقتصادی ګټو د ساتلو لپاره له افغان لوری سره ښې اړیکې ولری، چې په وینا یې دوی هم صادقانه همکارۍ او ګډ کار ته لېواله دی.
د نوموړی په وینا، دوی له دغو سوداګرو څخه د یوې کوچنۍ وسیلې په توګه ګټه پورته کوی، که وکولای شی پر خپل حکومت فشار راوړی او د سوداګرۍ پر وړاندې د پاکستان له لوری شته خنډونه له منځه یوسی او رښتینې همکاری وکړی، ځکه دا د هغوی لپاره هم ګټوره ده.
د سوداګرۍ خونو د بهرنیو اړیکو مسوول زیاتوی، تېره ورځ د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ترمنځ په ناسته کې پاکستانیو سوداګرو ټینګار کاوه، چې په افغانستان کې دې د دوی کارو بار خوندی وی،  دا زمینه دې ورته برابره شی، چې خپل توکی په ازاده توګه وپلوری او په عین حال کې دې د افغانستان له ټرانزیټی لارې څخه منځنۍ اسیا ته د خپلو توکیو په ور رسولو کې ګټه واخلی.
ښاغلی اذرخش حافظی وایی، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ځینې کوچنۍ ستونزې د دوی په واک کې شته چې حل یې کړی او دوی په دې برخه کې له دې وړاندې هم ځینې ګامونه اخیستی دی.
نوموړی وایی، په دې ناسته بل ټینګار دا و، چې افغان او پاکستانی سوداګر دې په خپل منځ کې تفاهم ولری، ناستې او اړیکې دې زیاتې کړی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سو داګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې لری خو لا تر اوسه ورته بنسټیز حل نه دی موندل شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.