گزارشگر:سه شنبه 7 ثور 1395 - ۰۶ ثور ۱۳۹۵
د ننګرهار چارواکی وایی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت جنرال زړور زاهد د دغه ولایت د نوی امنیه قوماندان په توګه ټاکلی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایی، زاهد به ډېر ژر د ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړی.
تر زاهد وړاندې مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله او جنرال زړور زاهد تر دې وړاندې د غزنی او پکتیکا ولایتونو د امنیه قوماندان په توګه دندې تر سره کړې دی.
Comments are closed.