احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





مذهبی شخړې؛ د پاکسـتان نوې پروژه

- ۱۵ عقرب ۱۳۹۱

پاکستان تل په دې ګرم بلل شوی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوی، په افغانستان کې جګړې ته لمن وهی او د القاعدې په ګډون له ټولو وسله والو ډلو ملاتړ کوی.
له دې امله پاکستان له سختو کورنیو او نړیوالو فشارونو سره مخ شو او په هغه هېواد کې د اسامه بن لادن له وژنې سره ټولې نړۍ ته روښانه شوه چې د القاعدې او نورو وسله والو ډلو اصلی ملاتړ کوونکی هېواد کوم دی؟
د دغو فشارونو له امله پاکستان نه یوازې دا چې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې او په افغانستان کې د جګړې د غځېدو لاس وانخیست بلکې اوس یې په افغانستان کې د یوه بل ناورین د رامنځته کېدو لپاره مټې رانغښتی دی.
د ننګرهار او ختیزو نورو ولایتونو اوسېدونکی وایی، چې اوس پاکستان هڅه کوی چې افغانستان په مذهبی شخړو کې ښکېل کړی.
دغه اوسېدونکی وایی، چې په دې وروستیو کې ډېر شمېر داسې کتابونه له پاکستانه ننګرهار، کونړو لغمان او خوست ولایتونو ته را لېږل شوی، چې د لوستونکیو ذهن جګړې ته هڅوی او مذهبی شخړو ته لمن وهی.
د بېلګې په ډول په دغو کتابونو چې د مذهبی، وهابی، پنجپیر، سلفی او نورو په نومونو لیکل شوی دی هېواد ته راوړل شوی دی.
په دغو کتابونو کې له قران پاک او احادیثو نه بېل بېل برداشتونه شوی، چې د یوې ډلې کسان پر بلې حتی د کفر فتوا ته هڅوی.
د ننګرهار او کونړ اوسېدونکی وایی، چې اوس هم هره ورځ د دینی عالمانو ترمنځ په بېلابېلو سیمو کې د پنجپیری، وهابی، مذهبی… په نومونو ناندرۍ وی او شخړې کېږی.
دوی اندېښنه لری، چې دا ناندرۍ ورځ تر بلې ډېرېږی چې تر اوسه یې په اړه حکومت چوپه خوله دی.
که چېرې حکومت په دې برخه کې همداسې بې دریځ او بې غرضه پاتې شی ښایی په راتلونکې کې ډېرې ستونزې را وزېږوی.
تر دې دمه په افغانستان کې مذهبی شخړو ته لمن نه وه وهل شوې خو پاکستان په ټول توان سره اوس دغه کار ته ملاتړلې ده.
تېر کال د عاشورا په مراسمو کې په کابل کې یوه ځانمرګی برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې تر ټولو خونړۍ پېښه او پړه یې په پاکستان کې مېشتې جنګوی ډلې پر غاړه واخیسته.
شننونکی وایی، تر هر ډول شخړو او لانجو مذهبی شخړې ډېر خطرناکې دی او دا لانجې په تېره لسیزه کې له ډېر وخته پاکستان په افغانستان کې پیل کړی دی.
اوس په ښکاره په ختیزو ولایاتو کې خلک له یو بل سره په مذهبی مسایلو شخړې کوی او دا ټول برداشتونه له پاکستان راغلو کتابونو څخه کېږی چې تر دې دمه دولت جدی نه دی ګڼلی.
په کار وه چې حکومت که یې د نورې جګړې مخه نه شوه نیولای نو دې کار ته یې هم باید اجازه نه وای ورکړې.
د کارپوهانو په وینا که حکومت له پاکستان سره په پولې بشپړ کنټرول درلودای او یا یې د اطلاعاتو او کولتور فعاله وزارت درلودای، ښایی ننګرهار او نورو ختیزو ولایاتو ته یې داسې کتابونه ور رسولی وای، چې په دغو سیمو کې مېشتو اوسېدونکیو ورته اړتیا درلودای.
که چېرې د حج او اقافو او اطلاعاتو او کولتور وزارتونو د خلکو دغه اړتیا محسوسه کړې او د مخنیوی لپاره یې ورته ګامونه اخیستی وای نو له پاکستانه به د کتابونو را واردېدېدو ته مجال نه وای پیدا شوای.
اوس هم حکومت ته په کار دی چې له پاکستانه د دغه ډول کتابونو د مخنیوی لپاره کوټلی ګامونه واخلی، په ننګرهار کې شته چاپخونې فعاله کړی او له لیکوالو سره شته ګټور کتابونه د چاپ په ګاڼه سمبال کړی.
د خلکو د لوستو تنده په داسې کتابونو خړوبه کړی، چې د هېوادنۍ مینه په کې نغښتی وی، همدارنګه هغه دینی کتابونه چې له هر ډول لاسوهنو، شخړو او ناندریو پاک دی خلکو ته ورسوی.
که دغه کار ونه شی نو افغانستان به په راتلونکیو لسیزو کې د مذهبی شخړو په اور کې له هغې هم ډېر وسوځی لکه څنګه چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د وسله والې جګړې په اور کې سوځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.