خوست کې د ښوونځی زده کوونکې مسمومې شوې

گزارشگر:چهارشنبه 29 ثور 1395 - ۲۸ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3روغتیایی چارواکی وایی، په خوست ولایت کې د یوه ښوونځی ګڼې زده کوونکې مسمومې شوې، چې دا مهال په روغتون کې دی.
دغه پېښه نن د خوست ولایت د متون د کجیری کلی د نجونو په یوه ښوونځی کې رامنځ ته شوې ده.
د خوست د عامې روغتیا ریاست د ساری امراضو د مخنیوی ادارې مشر ډاکتر ګل احمدشاه لکڼوال وایی، د مسموم شویو نجونو د مسمومیت علت نه دی معلوم خو د مسمومیت د څرنګوالی په موخه یې ځینې نښې نښانې په عاجل ډول کابل ته لېږلې.
د هغه په وینا د ښوونځی د ادارې د مسوولینو د معلوماتو له مخې ویلى شى چې د درېو ټولګیو نجونې په یو وخت مسمومې شوې دی، چې تر اوسه هم ځینې په ښار او ملکی روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایی حالت یې ښه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په نیمروز ولایت کې هم د یوه ښوونځی شاوخوا ۲۰۰ نجونې مسمومې شوې، چې تر اوسه په روغتون کې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.