ولې باید د پغمان د پېښې عاملین اعدام شی؟

گزارشگر:12 سنبله 1393 - ۱۱ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3د کابل پولیس وایی، چې د پغمان د پېښې عاملین یې نیولی دی او له حکومته یې غوښتی، چې د اعدام په سزا یې محکوم کړی. دغه راز ګڼو سیاستوالو، د ملی شورا غړو، د ټولنیزو شبکو کاروونکیو او هېوادوالو له حکومته د یادې پېښې د عاملینو د اعدام غوښتنه کړې ده.
تېره اونۍ شپاړسو تنو د پغمان او قرغې ترمنځ په سیمه کې په یوه واده برید وکړ، چې له ښځو یې ګاڼې او نور توکی غلا کړل او هم یې په څلورو مېرمنو جنسی تېری وکړ.
د منازعاتو د حل د کمېسیون مشر حضرت صبغت الله مجددی د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پغمان کې په څلورو مېرمنو جنسی تېری او د زېوراتو لوټل یې، په کلکه غندلی دی.
په اعلامیه کې له مسوولو ارګانونو غوښتل شی، چې د پېښې ټول عاملین ونیسی او په عام محضر کې یې په اعدام ورسوی، څو له یوې خوا د قربانی شویو کورنیو د ارامتیا لامل شی او له بلې خوا نورو ته د عبرت درس وګرځی.
حضرت صبغت الله مجددی د دغه ډول پېښو اصلی لامل، له محمدی شریعته نه عدول او په هېواد کې د شریعی حدودو بشپړ نه پلی کول دی، چې نظام یې بې ثباته کړی او د دې ډول پېښو مخنیوی یې ناممکنه کړی دی. هغه له پولیسو، څارنوالۍ او محکمې غوښتی، چې په دې برخه کې غغلت نه کوی.
د کابل د پولیسو مشر جنرال ظاهر ظاهر په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی، خپلو پولیسو ته یې امر کړی، که دغو مجرمینو له پولیسو سره مقاومت وکړ او یا یې کوم عمل ترسره کړل، ودې وژنی. هغه لیکلی، هغه کسان چې د افغانستان ناموس ته احترام نه لری، باید ووژل شی.
په همدې حال کې د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلی، که چېرې د قاضی او یا څارنوال په مېرمنو جنسی تېری وشی، ماشومان یې وتښتول شی او له کورونو یې غلا وشی، ایا هغوی به مجرمین له بنده خوشې او وبه یې بښی؟ ده د پیسو او رشوت په بدل کې د مجرمینو خوشې کېدو پایله ظلم او وحشت بللی دی او غوښتنه یې کړې ده، چې د پغمان د پېښې عاملین باید اعدام شی.
د کابل پولیس وایی، چې د قرغې د پېښې یوشمېر نور عاملین یې په غزنی ولایت کې د هغه ولایت د پولیسو په مرسته نیولی، چې دمګړۍ تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
په همدې حال کې د افغانستان د عالمانو د شورا او د ولسی جرګې غړی قاضی نذیراحمد حنفی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د شریعی حدودو له مخې باید د دې پېښې عاملین په عام محضر کې سنګسار شی او ډله ییز زجر ووینی.
هغه وایی، دا چې د پېښې عاملینو هم تېری کړی او هم یې غلا کړې ده، لومړی باید ترې مالی غرامت و اخیستل وروسته سنګسار او یاهم اعدام شی. نوموړی په دې اند دی، که چېرې حکومت بیا هم له دغو کسانو سره له نرمۍ کار واخلی؛ نو دا په هېواد کې یو لوی توپان رامنځته کړی د نظام په نابودۍ به انجام شی او هم به د خدای تعالی قهر نازل شی.

ښاغلی حنفی وایی، که چېرې حکومت له پیله شریعی حدود نافذ کړی وای او د هر جرم کوونکی یې د خپل عمل په سزا رسولای وای؛ نو نن به د جرمونو ګراف دومره لوړ نه وای.
د پغمان پېښې په ټولنیزو شبکو کې هم د خلکو غصې را پارولی او له ولسمشر کرزی یې غوښتی، چې د دې پېښې عاملین اعدام کړی.
مدنی فعال باری سلام په خپل فیسبوک کې لیکلی: (( دا جنایت کاران باید په درنه سزا محکوم شی، او بس! ))
همدارنګه د بشری حقونو او مدنی ټولنې مشر عزیز رفیعی لیکلی: (( ای نړۍ والو! وپوهېږئ چې زما هېواد د نړۍ یو له لرغونو هېوادونو څخه دی. پنځه زره کلن تاریخ لری، له ۱۴۰۰ کلونو د یوازی توب ویاړ لری. له همدې کلونو راهیسې بهترین دینی عالمان یې موندلی. د لوېدیځ او ختیز سترې امپراتورۍ یې ړنګې کړی. دېرش میلیونه وګړی لری او ۳۱ میلیونه سیاستوال. نیم میلیون پوځیان لری، پنځه میلیونه ملېشې، ۲ میلیونه قوماندانان، ۲۷ میلیونه رسمی وګړی او ۶۹ میلیونه رښتینی او با غیرته انسانان لری، اته میلیونه رایه ورکوونکی لری او ۲۳ میلیونه د رایې ورکونې کارتونه، یو ارګ لری او درې ولسمشران…
خو په یوې څنډه کې له دې ټولو کیفیتونو، ویاړنو او غیرتونو (!!!) سره سره د کابل په قرغه او د ارګ په ۱۶ کیلومټرۍ کې، ۱۶ تنه باغیرته کسان په څلورو بې غیرته (؟؟؟؟) ښځو لکه وحشی حیوانات، د لاس او خولو تړلو نارینه وو په مخکې تېری کوی؛ خو اوبه ټکان نه خوری. هو! دا موږ کاکه، ځوانمردی او مېړنی ملت یو، چې ډېر غیرتی خو بې احساسه!!!!))
د دې ترڅنګ ګڼو مدنی ټولنو، سیاستوالو او افغان ملت دا پېښه په کلکه غندلې او په ټولنیزو شبکو کې یې د عاملینونو د انځورونو په بیا بیا خپرولو سره له ولسمشر کرزی غوښتی، چې هغوی اعدام کړی.
حکومت تورن دی، چې تل یې له جنایتکارانو ملاتړ کړی، هغوی یې د خپلو اعمالو په سزا نه دی رسولی، چې دې کار په هېواد کې جرمی پېښې ډېرې کړی دی. دا به وروسته روښانه شی، چې ولسمشر کرزی په دې اړه څه حکم کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.