ناټو: د ملا منصور وژنه د سولې له پاره یو فرصت دی

گزارشگر:چهار شنبه 5 جوزا 1395 - ۰۴ جوزا ۱۳۹۵

د ناټو سر منشی جمیز سټولټنبرګ وایی، د وسله والو طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل په افغانستان کې د سولې له پاره یو فرصت دی.
په کابل کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د قوماندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې سټولټنبرګ ویلی، د ملا منصور له وژنې وروسته اوس د دې زمینه برابره شوه، چې افغانان په خپلو کې وسره کېنی او د سولې خبرې پیل کړی.
mandegar-3نوموړی هم د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په شان په دغه بیان کې ویلی، چې ملا اختر محمد منصور په افغانستان کې سوله نه غوښته او د سولې ټول اړخونه یې بند کړی وو.
ښاغلی سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د ملا منصور په مشرۍ طالبانو هره ورځ امریکایی او د ناټو سرتېری په نښه کول او دغه راز یې افغانان وژلی او خونړی بریدونه یې په افغانستان کې ترسره کول.
د ناټو سرمنشی یو وار بیا د پرېکنده ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو تجهیز، تمویل او روزنې ډاډ ورکړی او ویلی یې دی، چې ناټو دغه کار ته ژمنه ده.
د ناټو سر منشی پر داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر اوباما د طالب مشر ملا منصور د وژل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل، چې ملا منصور په افغانستان کې د وسلې مخالف و او هره ورځ یې پر بهرنیو سرتېرو، افغان ځواکونو او بې ګناه افغانانو بریدونه کول، نو ځکه و وژل شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.