افغانستان د طبیعی پېښو له امله په زیانمنو شویو هېوادونو کې دوهم هېواد دی

گزارشگر:دوشنبه 27 عقرب 1397 - ۲۷ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان طبیعی پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وایی، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې لومړی یا دوهم ځای لری چې د طبیعی پېښو له امله سخت زیانمن دی.
دی وایی، په افغانستان کې د زلزلو، سېلابونو، واورې ښوېدنې، وچکالۍ او طبیعی افتونو له امله میلیونونه انسان متاثره شوی دی.
نجیب اقا فهیم د یکشنبې په ورځ په کابل کې د اغاخان د استوګنې برابرولو موسسې په پرانیست غونډه کې وویل، افغانستان د طبیعی پېښو له امله سخت زیان لیدلی، خو په مدیریت کې ناتوان دی.
ده وویل: «موږ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې یوو چې له طبیعی پېښو سخت زیانمن دی، لومړی یا دوهم هېواد یوو او همداشان له بده مرغه د هغو لسو هېوادونو په کتار کې چې د طبیعی پېښو په مدیریت کې ناتوان دی، درېیم او څلورم مقام لرو.»
ښاغلی فهیم څه موده وړاندې ویلی چې د وچکالۍ له امله په شلو ولایتونو کې خلک مجبور شوی چې سیمې پرېږدی.
نجیب اقافهیم زیاتوی، دا مهال په هرات کې ۲۱ زره کورنۍ، په بادغیس کې ۱۳ زره کورنۍ او په کندهار، فاریاب او کندوز ولایتونو کې زرګونه کورنۍ د وچکالۍ له امله بې ځایه شوې دی.
د افغانستان طبیعی پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې حکومت هڅې کوی چې بېځایه شویو کورنیو ته مرستې ورسوی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د اغاخان پراختیایی ادارې او فوکس موسسې د اغاخان د استوګنې د موسسې په نوم فعالیت پیل کړ چې د طبیعی پېښو له امله زیانمنو خلکو سره به مرسته کوی.
نوموړې زیاته کړه: «چاپېریال ته پاملرنه د امانت دارۍ یوه دنده ده، په دې برخه کې هر نسل مسؤل دی چې د چاپېریال ساتنې لپاره کار وکړی، موږ د فزیکی او ټولنیز چاپېریال د کیفیت لوړولو په برخه کې هم مسؤل یوو.»
د اغاخان بنسټ چارواکی وایی چې په تېرو ۲۲ کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې یې کار کړی او اوس هم چمتو دی چې له افغانانو سره په ځانګړې توګه، د طبیعې پېښو له امله زیانمنو سره مرسته وکړی.
د ښاغلی فهیم په خبره، نړیوالې مؤسسې او حکومتی بنسټونه بېځایه شویو ته د مرستو په رسولو کې همکاری کوی او هڅه کېږی چې ټولو اړمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې په وخت ور ورسول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.