د پاکستان سفارت: سر له سبا هیڅ افغان له وېزې پرته له تورخمه نشی تېرېدای

گزارشگر:سه شنبه 11 جوزا 1395 - ۱۰ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3په کابل کې د پاکستان سفارت وایی له سبا سې شنبې ورځې وروسته به بې وېزې افغانانو ته له تورخمه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږی.
د دغه سفارت مطبوعاتی مسوول اختر منیر نن په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: «له سبا ورځې یعنی د مۍ له ۳۱ وروسته به بې ویزې اجازه نه ورکوو، دلته زموږ سفارت شته او څومره افغانان چې راځی هیڅ چاته د ویزې انکار نه کوو او تقریباً هره ورځ تر دوه دونیم زره پوری موږ ورکوو.»
دا اقدام وروسته له هغه کېږی چې افغان سرحدی ځواکونه د ډیورنډ کرښې په صفری نقطه کې د پاکستانی پوځیانو د تاسیساتو جوړولو مخه ونیوله.
خو تراوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دې ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.