د کابل ده سبز کې ۱۱۰۰ ښوونکو ته د ځمکو ورکولو لړۍ پیل شوه

گزارشگر:چهارشنبه 2 سرطان 1395 - ۰۱ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ ښوونکو ته د ځمکو د سندونو ورکړې لړۍ پیل شوه.
د پوهنې وزیر پر ښوونکو د ځمکو د سندونو د وېش پرمهال وویل، دا ځمکې په ډېره ټیټه بیه او په اوږد مهالو قسطونو ښوونکو ته ورکول کېږی.
له ښوونکو سره د جمهور رئیس اشرف غنی تر ژمنو وروسته، د ښاری پراختیا وزارت د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ۱۱۰۰ ښوونکو لپاره، یوه یوه نمره ځمکه ځانګړې او د پوهنې وزارت ته یې وسپارله.
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخې د سې شنبې په ورځ د ده سبز ولسوالۍ د پیروز په پروژه کې ښوونکو ته د ځمکو د سندونو د وېشلو پرمهال وویل، د پوهنې وزارت پلان لری چې سربېره پردې پروژې، پر ښوونکو د ځمکو د وېش لړۍ، په کابل او نورو ولایتونو کې هم جاری وساتی.
هغه زیاته کړه:
“زه ویاړم چې۱۱۰۰ نمرې ځمکه چې زیربنایی چارې یې بشپړې شوی، نن پر محترمو ښوونکو وېشو، د دې ځمکې هرمترمربع چې ۵۰۰ افغانۍ قیمت ګذاری شوی او په لسو کلونو کې به د ښوونکو له میاشتینو تنخواګانو څخه وضع شی.”
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ښاری پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادری وویل، دغه پرورژه کابو لس کاله د مخه پیل شوې وه چې په دې موده کې یې ټولې زیربنایی چارې یوه په بلې پسې بشپړېږی.
ښاغلی نادری وویل، د پیروز د پروژې ځمکې به په دوو پړاوونو کې پر ښوونکو وویشل شی.
نوموړی زیاته کړه:
“په دې پروژه کې ۷۵میلیونه ډالره پانګونه کېږی چې تراوسه په کې ۲۸ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده، د دې پروژې ظرفیت ۱۱۰۱ نمرې دی او په راتلونکو پړاوونو کې به نورو ۵۰۲ ښوونکو ته هم نمرې وویشل شی.”
د ښاری پراختیا د وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې، پرڅه کم پنځوس زره جریبه ځمکه د ښوونکو لپاره، د ۹۴ ښاروګوټو د جوړولو پلانونه ترتیب شوی دی.
خو ځینې ښوونکې باوری نه دی چې حکومت به ورته ځمکې ورکړی.
دوی وایی ډېرې ژمنې ورسره شوی، هیله ده چې داځل عملی شی.
پخوا تر دې یو شمېر ښوونکو له دې امله چې د حکومت په ځانکړی ډول د ولسمشر غنی له خوا ورسره شوې ژمنې نه وې عملی شوې، په اعتراضونو هم لاس پورې کړی او له حکومت یې غوښتی وو چې له دوی سره دې پر کړیو ژمنو عمل وکړی.
د محمد نذیر صبوری په نامه یوه ښوونکی ازادی راډیو ته وویل:
“په دې پروژه کې لس کاله مخکې ماته یوه نمره ځمکه راپه نوم شوی خو راکړې یې نه ده ، دا ټول دروغ دی، هیله ده دا ځل دا ژمنې عملی شی.”
سربېره پردې ښوونکو ویل، که ځمکه ترلاسه کړی، د ودانېدو توان یې نه لری.
په دې اړه د پوهنې وزارت وایی، پلان لری چې د ښوونکو اقتصادی ستونزو ته په کتو سره، په راتلونکې کې له ښوونکو سره د کورونو په جوړولو کې هم مرستې وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.