بریتانیا افغانستان ته نور پوځیان استوی

گزارشگر:یک شنبه 20 سرطان 1395 - ۱۹ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3بریتانیایی چارواکو ویلی، نوی سرتېری به یې د طالبانو ضد جګړه کې ګډون ونه کړی.
بریتانیا اعلان کړی، چې د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې په موخه به دغه هېواد ته ۵۰ نور سرتژری واستوی. دا سرتېری به افغان ځواکونو ته سلامشورې ورکوی او جګړه کې به ګډون نه کوی.
دغه اضافی بریتانیایی سرتېری به له هغو ۴۵۰ نورو بریتانیایی سرتېرو سره یوځای شی، چې دا مهال افغانستان کې د دولت له مخالفو وسله والو سره په جګړې او د افغان ځواکونو په روزنې بوخت دی.
بریتانیایی چارواکو ویلی، نوی سرتېری به یې د طالبانو ضد جګړه کې ګډون ونه کړی.
په پام کې وه چې بریتانیا په روان میلادی کال کې له افغانستان نه خپل سرتېری وباسی، خو ددغو ځواکونو ماموریت تر ۲۰۱۷ کال پورې غځول شوی دی.
اټکل دی چې د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون وارسا کې د ناټو سرمشریزې په درشل کې د پوځیانو د استولو پرېکړه وکړی.
وړاندې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلی وو، له افغانستان نه یې د امریکایی ځواکونو د تلو پروګرام بدل کړی او اوس به افغانستان کې ډېری امریکایی سرتېری پاتې شی.
په پام کې وه د روان کال تر پایه افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکایی سرتېرو شمېر ۵۵۰۰ ته راټی شی، خو اوباما وویل، د تازه پرېکړې له مخې او د پوځی قومندانانو په غوښتنې به ۸۴۰۰ امریکایی سرتېری افغانستان کې پاتې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.