کابل ښاروالۍ: د کارونو ترسره کولو ته مسلکی ظرفیت نه لرو

گزارشگر:چهارشنبه 30 سرطان 1395 - ۲۹ سرطان ۱۳۹۵

د کابل ښاروالۍ اعتراف کوی چې د ظرفیتونو د نشتون له امله دغې ادارې په تېر کې غیر معیاری کارونه کړی او دې ستونزې په نږدې راتلونکی کې د ډېرو کارونو مخه ډب کړی ده.
د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزی وایی چې روان کال هم د ښاروالۍ ډیره بودجه له دې امله ضایع کیږی چې د کدرونو د نشتون له امله پروژې mandegar-3نه شی عملی کیدای.
ښاغلی حبیب زی وایی:
«موږ نه توانیږو چې دا سړکونه طرح او ډیزاین کړو، ځکه چې که دا سړکونه صحیح ډیزاین نه شی بیا خرابیږی، سره له دې چې موږ د ښاروالۍ په حساب کې کافی پیسې لرو خو زموږ سره د ظرفیت ستونزه ده موږ اړتیا لرو څومره ژر چې کیږی ظرفیتونه لوړ کړو له دې سره چې ظرفیت جوړیږی یوه نوی پروژه به عملی کیږی.»
ښاغلی حبیب زی دا خبرې د سې شنبې په ورځ د ډیموکراسی انټرنشنل په نوم له یوه نړیوال بنسټ سره په کابل ښار کې د خدماتو د ښه کېدو لپاره د تړون لاسلیک غونډه کې وکړې.
د کابل ښاروالۍ د معیاری کارونو لپاره د ظرفیتونو رامنځته کولو تر څنګ د روانې اوونۍ په پیل کې ژمنه کړی چې په دغه ولایت کې به د ځمکې د غصب او خپل سره ودانیو د جوړولو مخه هم نیسی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار ته نږدې پرتې ډیرې سیمې د ښاری ژوند له اساسی خدماتو څخه بې برخې دی او ډېر خلک د تېرو څو کلونو راهیسې د ښاروالۍ په فعالیت سخت انتقادونه لری.
د سړک جوړونې د چارو یو شمېرکتونکی وایی چې په تېر کې د ظرفیت نه شتون نه بلکې نه ژمنتیا او فساد د کابل ښاروالۍ چارې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
انجینیر مطیع الله خروټی په دې باور دی چې د نوېو ظرفیتونو ایجاد تر څنګ باید د فساد، ناغیړی او وخت وژنې مخه هم ونیول شی.
«زه له دې سره بشپړ موافق نه یم چې بیخی ظرفیت نه شته، هو هغه څه چې نه وو هغه د وطن سره مینه نه وه او فساد موجود وو، ظرفیت چې هر څومره لوړ وی چې تر څنګ یې اداری فساد وی او ټاکل شوی د کار حجم نه تر سره کیږی نو پروژې سمې سر ته نه رسیږی او او ژر خرابیږی بیا نو دلته د انجینیرانو پوهه هم تر پوښتنې لاندې راځی.»
د اټکلی ارقامو له مخې په مرکز کابل کې شاوخوا اوه ملیونه وګړی ژوند کوی چې د ډیرو په باور دې ګڼ حجم هم یو نه یو ډول د غوره خدماتو مخه نیولی ده.
خو د کابل ښاروالۍ وایی چې د وړ او مسلکی طراحانو له استخدام سره به یو پر بل پسې د دغه ښآر د ښیرازی پروژې پیل کړی د کومو لپاره چې کافی اندازه پیسې هم موجودې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.