راستنیدونکی کډوال: پاکستان کې افغان کډوال ځوریږی

گزارشگر:سه شنبه 5 اسد 1395 - ۰۴ اسد ۱۳۹۵

په پاکستان کې د “د خپل وطن ګل وطن” له کمپاین وروسته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ تر پخوا تیزه شوې ده.
دغه راستنېدونکی کډوال وایی، په پاکستان نور د افغان کډوالو ژوند خورا سخت ځوریدونکی حالت سره مخ شوی.
دوی وایی، که افغان کډوال د اوسېدو قانونی اسناد هم ولری د پاکستانی پولیسو له خوا ډبول کیږی او په ډېرې سپین سترګی ترې پیسې اخلی:
mandegar-3“زمانوم زیارت ګل دی، دا اوس چې کوم سلوک افغانانو سره وشو نو تر اوسه انسانانو سره نه دی شوی هغه کفار چې زموږ د دین خلاف هم دی هغوی تر اوسه مسلمانانو سره داسې چلند نه دی کړی څرنګه چې پاکستانیانو وکړ اوس افغانان مجبور دی خپل کاروبارونه یې پریښودل او را روان دی.
نصیراحمد: وروره ای جومات نه چې راووځې هم نیسی دی بس کوټې ته دې واچوی هغه بله ورځ زما ورور یې ونیوه پنځلس سووه کلدارې ورنه واخېستې په کوڅو کې هم درپسې ګرځی وایی، ته مهاجر یې که کارت هم ولرې یا پیسې درنه اخلی او یا دې بندی کوی.”
په ننګرهار کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ یا یو.ان.اچ سی.ار دفتر مسؤلین هم وایی، د کوچنی اختر نه راپه دیخوا له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدنې لړۍ تر پخوا تیزه شوې.
یو.ان اچ سی ار:د کوچنی اختر نه راپه دیخوا له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدنې لړۍ تر پخوا تیزه شوې.
د دې ادارې د اړیکو مسؤل ایمل وایی، هره ورځ په لسګونو کورنۍ خپل هېواد ته راستنیږی:
“دغه د راستنېدنو لړۍ د کوچنی اختر نه راپه دیخوا پراخه شوې ده او په دې موده کې تر دوو سوو کورنیو پورې راجستر شوی کډوال راغلی دی او دلته هره ورځ تر دیرش کورنیو پورې روزمره مرسته کوو.”
د ایمل په خبره هغه کډوال چې په پاکستان کې راجستر شوی وی او قانونی اسناد ولری هغوی ته د عامه پوهاوی او روغتیایی خدماتو ترڅنګ ورسره نغدی مرستې هم کوی:
“دغه کډوال چې دلته راستنیږی دوی ته موږ عمومی معلوماټ، د خطرناکو توکو په اړه عامه پوهاوی، روغتیایی خدمات او د دې ټول تر څنګ د هرې کورنۍ فی غړی ته د څلور سوو په شاوخوا کې نغدی مرستې ورسره کوو.”

د یو.ان.اېچ.سی.ار په دفتر کې راستنېدونکو کډوالو ته په افغانستان کې د ممکنه خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکول کیږی.
د همدې برخې ښوونکې ریحانه وایی، دوی افغان کډوالو ته هغه ټول خطر لرونکی وسایل او چاویدونکی توکی ورپیژنی چې له خطره ډک وی تر څو په ناپامی کې له کوم خطر سره مخ نه شی.
“زموږ مقصد دا دی چې دا کډوال له خطرناکو څېزونو په اړه پوه کړو ځکه زموږ په هېواد کې په څو لسیزو کې ډېری ماینونه او نا چاودیدونکی توکی مختلفو سیمو کې پراته دی او موږ دوی ته دا پوهاوی ورکوو چې که تاسو دغه ډول شیانو سره مخ کیږئ لاس مه وروړی په ډاډمنو لارو لاړ شئ تر څو له خطرونو بچ پاتې شئ.”
دغه راستنېدونکی افغان کډوال په دې خوښ دی چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول خو دوی وایی، اکثرا کډوال د سرپنا نه شتون ستونزې سره مخ دی.
دوی وایی، افغان حکومت تر هرڅه وړاندې راستنېدونکو کډوالو ته د اوسېدو یو کېمپ جوړ کړی ځکه ډیری کورنۍ د ناامنۍ له امله خپلو ولسوالیو ته د تګ لپاره زړه نه شی ښه کولای.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.