نـــوری: د ډبرو سکرو استخراج له درکه عواید زیات شوی

گزارشگر:یک شنبه 7 سنبله 1395 - ۰۶ سنبله ۱۳۹۵

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایی، د مالی کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاخوا یو میلیارد افغانۍ یوازې د سکرو د ډبرو له کانونو څخه عواید ترلاسه کړی دی.
دغه وزارت وایی چې تر لاسه شوی عواید د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښی، خو د ټولو کانونو د عوایدو جزییات به د مالی کال په اخر کې له ولس سره mandegar-3شریک شی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند محی الدین نوری د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې دوی د امنیتی بنسټونو په همکارۍ تر ډېره د کانونو د غیر قانونی کیندلو مخه نیولې، خو په بشپړ ډول یې مخنیوی د ده په خبره وخت ته اړتیا لری.
ښاغلی نوری وایی، د همدغو هڅو په دوام د مالی کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې د سکرو له کانونو له یو میلیارد زیاتی افغانۍ عواید ترلاسه کړی چې دغه رقم د تېر کال په پرتله یو څه زیاتوالی ښی.
هغه زیاته کړه:
“د سږ کال په لومړۍ شپږو میاشتو کې موږ تقریباً څه باندې یو میلیارد افغانۍ د زغالو له سکتور څخه عواید لاس ته راوړی، دا هغه حد ښه یی چې موږ تېر کال رسېدلو و ،تقریباً رسیدلې یو او یا څه پورته هم یو.”
د کانونو د غیر قانونی کیندلو مخنیوی، د عوایدو د راټولېدو په کړنلارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول او د کانونو د کیندلو په برخه کې د یوه منظم پلان موجودیت د کانونو او پټرولیم وزارت د سکرو د ډبرو له کانونو څخه د عوایدو د زیاتېدو مهم لاملونه ګڼی.
افغانستان د سکرو د ډبرو یوولس کانونه لری چې مهم هغه یې د کرکر، دره صوف او کرخ دی او د ترسره شویو څېړونو له مخې په افغانستان کې د شاخوا څلور سوه میلیونه ټنو د سکرو د زېرمو وړاندوینه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په داسې حال کې د سکرو له کانونو د عوایدو د زیاتېدو خبره کوی چې څه موده وړاندې د نړیوالو مطالعاتو ستراتیژیک مرکز ویلی چې د افغانستان له ځمکنیو شتمنیو څخه استفاده به دومره اسانه هم نه وی.
د دغه مرکز یوه محقق سټیفن سنوک ویلی وو په داسې حال کې چې په افغانستان جګړه روانه ده او په ځینو برخو یې زورواکان حاکم دی دا څنګه امکان لری چې کانونه دې په قانونی توګه وکیندل شی.
د یوې امریکایی کمپنۍ د څېړنو پر اساس په افغانستان کې د دری تریلیون ډالرو څخه زیاتې ارزښت لرونکی طبیعې زېرمې شته چې د یورانیمو، طلا، اوسپنې، مس، سکرو او ګاز زېرمې په کې شاملې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.