جمهوری ریاست: د مسؤلو ادارو له لارې د ولسی خلکو خوندیتوب څېړو

گزارشگر:چهار شنبه 6 اسد 1395 - ۰۵ اسد ۱۳۹۵

د ولسی مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له خپرېدو وروسته افغان حکومت وایی، دولت د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر فعالیتونو او د ملکی وګړو په ساتنه د حاکمو مقرراتو او قوانینو سربېره، د ملکی وګړو د ساتنې پالیسی نهایی کړې چې په په نږدې وخت کې به تصویب شی.
د ولسمشر اشرف غنی د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د ملګرو ملتونو د ولسی مرګ ژوبلې راپور ته په اشارې وویل چې افغان حکومت هم د ولسی mandegar-3مرګ ژوبلې د زیاتېدو راپورونو اندېښمن کړی او له بېلابېلو لارو به هڅه وکړی چې د ولسی خلکو خوندیتوب تضمین شی.
ښاغلی مینه پال ازادی راډیو ته د ملګرو ملتونو د دې راپور په اړه وویل: «د یوناما دا راپور یو وار بیا ثابتوی چې د ښځو او ماشومان په ګډون ټول افغانان پر دې هېواد د یوې تپل شوې جګړې اصلی قربانیان دی.د ملګرو ملتونو له دې راپور څخه دا هم ثابتیږی چې د ولسی مرګ ژوبلې اصلی مسؤل وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې دی.»
د یوناما په راپور کې طالبان او د حکومت نورې مخالفې ډلې د ولسی مرګ ژوبلې په سلو کې د شپیتو برخو مسؤلې بلل شوی.
خو د افغانستان حکومت پلوو ځواکونو ته هم په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته نیول شوې او د یوناما په وینا په سلو کې د درویشت ولسې مرګ ژوبلې مسؤل دی.
د ولسمشر د ویندوې مرستیال دواخان مینه پال وایی، په ګڼو مواردو کې وسله وال طالبان د خلکو له کورنو بریدونه کوی چې د ولسی مرګ ژوبلې سبب کیږی.
مینه پال وایی: «له بده مرغه د ملکی وګړو یوه برخه تلفات له دې امله دی چې طالبان او نورې تروریستی ډلې چې کله د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو له خوا په نښه کېږی، له ملکی وګړو او استوګنې سیمو څخه د انسانی سپر په توګه کار اخلی.»
خو ښاغلی مینه پال زیاته کړه، له دې سره-سره د افغانستان دولت، په بشپړه توګه ژمن دی چې د هغو مواردو په اړه هر اړخېزې څېړنې وکړی چې په کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د بی پروایی له امله ملکی تلفات رامنځته شوی وی.
د ارګ څخه یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې هم ورته یادونه شوې او زیاته کړې یې ده، ولسمشراشرف غنی ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ویلی چې د ولسی خلکو د خوندیتوب په برخه کې دې ټول ملی او نړیوال قوانین په بشپړه توګه رعایت او د جګړې پر مهال دې د ولسی خلکو خوندیتوب خپل مسؤلیت وګڼی.
د ملکی مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د کچې زیاتیدل ویرونکې او د شرم وړ موضوع بللې شوې ده.
دغه راپور چې د دوه زره شپاړسم کال د لومړېو شپږو میاشتو د ملکی وګړو د مرګ ژوبله ارقام ښیی د ځمکنیو جګړو زیاتوالی، د وسله والو له لوری لویې انتحارې حملې، هوایی بمبارۍ او د ماین چاودنې په کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اصلی عوامل بلل شوی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما د بشری حقونو د برخې مشرې میرمن دانیل بیل د دغه راپور د تشریح پر مهال وویل چې د ملکی وګړو مرګ ژوبله په تېرو اوو کلونو کې په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.