سیګار: افغانستان حکومت ۴ میاشتو کې ۵ سلنه خاوره له لاسه ورکړې

گزارشگر:شنبه 9 اسد 1395 - ۰۸ اسد ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د بیارغونې ځانګړی عمومی څارونکی یا سیګار دفتر وایی چې افغان حکومت د څلورو میاشتو په موده کې پنځه فیصده خاوره سخت دریځو ته له لاسه ورکړې ده.
د سخت دریځو پرمختګونو ته په کتو سره د امریکا ولسمشر پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به د روان کال تر پایه اته زره او څلور سوه امریکایی سرتېری پریږدی.
افغانستان ته د امریکایی ځواکونو د ننوتلو پنځلس کاله کېږی او د ۲۰۰۱میلادی کال راهیسی طالبانو په افغانستان کې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې کړی دی او د اټکل له مخې، په راتلونکی کې ښایی نورې سیمې هم تر لاسه کړی.
دا خبره د افغانستان د بیا رغونې ځانګړی عمومی څارونکی یا سیګار دفتر په راپور کې راغلې.
د دې لپاره چې امریکایی ځواکونه له افغانستانه په بشپړه توګه ووزی، امریکا افغان ځواکونو ته روزنه او تجهیزات ورکوی خو افغان ځواکونه اوس هم د مهماتو له کمی سره مخامخ دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر یا سیګار چې دا راپور یې خپور کړی وایی، د افغانستان حکومت تر مې میاشتې د خپل قلمرو په سلو کې پر ۶۵،۶ برخې ولکه لرله خو دا فیصدی د جنوری په پیل کې ۷۰،۵ وه.
دا په دې مانا ده چې له څلور سوه ولسوالیو څخه نولس د حکومت له ولکې وتلی دی.
د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، څېړونکی وایی، په راتلونکی کې د داسی وضعیت د مخنیوی لپاره د افغان ځواکونو نیمګرتیاوو ته اوس هم کافی پام نه دی شوی.
راپور په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو له خولې لیکلی چې افغان حکومت ځکه دا خاوره له لاسه ورکړې چې افغان ځواکونه له هغو سیمو څخه چې لومړیتوب یې نه درلود، د تهاجمی عملیاتو، د سیمو خوندیتوب جاری ساتلو او نورې مواقع تر لاسه کولو لپاره بل ځای ته ولېږل شول.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن ویلی، د طالبانو تر کنټرول لاندی اکثریت لیری پرتې سیمې دی.
نیکولسن د پنجشنبې په ورځ په ویډیویی وینا کې پنټاګون ته ویلی:
«دوی باور درلود چې مځکې به ونیسی او وبه یې ساتی خو په دې کار کې پاته راغلل.»
د راپور له مخې، د همدې مودې پر مهال سخت دریځو لس نورې ولسوالۍ هم تر خپل کنټرول لاندی راوستلی دی، افغان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دی ویلی.
په افغانستان کې د سخت دریځو لاسته راوړنو ته په کتو سره د امریکا ولسمشر بارک اباما پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به د امریکایی ځواکونو نیمی شمېر پر ځای د روان کال تر پایه اته زره او څلور سوه پوځیان پریږدی چې د ده د ولسمشرۍ دوره به هم پای ته ورسېږی.
اوباما همداراز خپلو ځواکونو ته نوی اختیارات ورکړی چې کولای شی له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې ګډون وکړی او هوایی قوه وکارولای شی.
مخکې نیکولسن یوازی د طالبانو پر ضد په شدیدو حالاتو کې د عملیاتو اجازه درلوده.
نیکولسن په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ ماموریت او همداراز د تروریزم پر ضد د امریکایی ماموریت قوماندان هم دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.