د ولایتی شورا غړی: د کندز قلعۀ‌زال لاهم د طالبانو کنټرول کې ده

گزارشگر:دوشنبه 18 اسد 1395 - ۱۷ اسد ۱۳۹۵

د کندز دولایتی شورا غړی وایی چې درې اوونۍ شوی چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی، خو تراوسه پورې دولتی ځواکونو نه دې توانېدلی چې دغه ولسوالۍ بېرته ونیسې.
یاد استازی وایی، د دې ولایت د قلعۀ‌زال ولسوالی درې اونۍ شوی چې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده چې له کبله یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکی ډېر زیانمن شوی دی.
د کندز د ولایتی شورا یو تن غړی اسدالله سادات وایی چې دغه ولسوالی په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو سره ده او یوازې څلور کلی یې له دولتی ځواکونو سره دی.
ښاغلی سادات په دې اړه ازادی راډیو ته داسې وویل: «د قلعۀ‌زال ولسوالۍ درې اوونۍ کیږې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او د دې ولسوالۍ یوازې څلور کلی له دولت سره دی او ددې ولسوالۍ خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.»
په ورته وخت کې د ولایتی شورا یوبل غړی غلام ربانی ربانی هم وایی چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز در اوونۍ کېږې چې د وسله والو طالبانو ترادارې لاندې ده.
ښاغلی ربانی زیاته کړه: «وسله والو طالبانو د قلعۀ‌زال ولسوالۍ پر مرکز باندې پرله پسې تعرضونه وکړل چې په پایلې کې د ولسوالۍ مرکز او د امنیې قوماندانۍ مرکز سقوط وکړ او تراوسه پورې د طالبانو په کنټرول کې ده.»
د کندز د ولایتی شورا غړی زیاتوی چې د دغې جګړې له کبله په سلګونه کورنۍ له قلعۀ‌زال ولسوالۍ څخه بې‎ځایه شوی دی او ملکی خلکوته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
داچې دغه ولسوالۍ اوس مهال د چا په کنټرول کې ده، د جنګ په لومړۍ کرښه کې د کمانډو ځواکونو څو تنو سر تېریو په دې اړه یې داسې وویل: «نوم مې لعل ولی دی د کمانډو د لسم کنډک سرتېرې یم، موږ دلته راغلی یو او د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز اوس مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.»
«نوم مې سباوون دی او د کمانډو په لسم کنډک کې دنده لرم، د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې ده او د ولسوالۍ ودانۍ ته یې اور اچولې او دود ورڅخه پورته کېږی.»
بل‎خوا د کندز د والی ویاند سید محمود دانش له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې اوس مهال د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز د جګړی د ډګر په منځ کې موقعیت لری او طالبان د ولسوالۍ مرکز ته لاس رسی نه لری.
ښاغلی دانش په دې اړه وایی: «د ولسوالۍ مرکز اوس مهال د جنګ په منځ کې موقعیت لری او له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې جګړه جریان لری او د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې ډېر ژر به ددغه ولایت ټولې سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه شی.»
د یادونې ده چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ د کندز ښار لودېځ لورې ته موقعیت لری او دغه ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوی، لکه قلعۀ‌زال او آقتپه، خو د قلعۀ‌زال سیمه څه باندې یوکال کېږې چې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده، خو بیا د ولسوالۍ مرکز د آقتپه په سیمه کې موقعیت لری او د دې ولسوالۍ خلک وایی چې درې اوونۍ کیږې ددغې ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو په کنټرول کې ده او نوموړې ولسوالۍ له تاجکستان هېواد سره ۱۶۰ کیلومتره ګډه پوله هم لری.
په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفی کوی وایی چې دغه ولسوالۍ لاهم د دوی په کنټرول کې ده.
د کندز د ولایتی شورا غړی دا څرګندونی په داسې حال کې کوی چې تېره اوونی د افغان حکومت یوه لوړپوړی امنیتی پلاوی دغه ولایت ته سفر کړی وو او په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو ډاډ ورکړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.