په اسلام اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ونماځل شوه

گزارشگر:یک شنبه 25 سنبله 1397 - ۲۴ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3د پاکستان په پلازمېنه اسلام کې د افغانستان سفارت له خوا د هېواد د خپلواکۍ ٩٩مه کالیزه ونمانځل شوه.
د افغانستان سفارت مرستیال زردشت شمس پارون (شنبه) وویل چې په دغو مراسمو کې افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان د نوی حکومت استازو، د پخوانی حکومت یو شمېر چارواکو، د سیاسی ګوندونو استازو، د پاکستان د ملی شورا غړو، بهرنیو سفیرانو مدنی فعالانو او ژورنالېستانو برخه اخیستې وه.
د نوموړی په وینا، په دغو مراسمو کې په ځانګړې توګه د افغانستان د موسیقۍ د ملی انسټیټیوټ د ځوانانو ارکستر ګډون او هېوادنۍ نغمې یې د ګډونوالو له بدرګې سره مخ شوې.
هغه وایی چې دغو ځوانانو او ماشومانو له ځان سره د سولې پیغام راوړى و.
د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال به دغه غوند کی ویې ویل چې د دواړو هېوادونو خوښی او غمونه ګډ دی.
نوموړی زیاته کړه چې دواړه هېوادونه ترهګرۍ ځپلی دی او باید د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړی.
د پاکستان د مذهبی چارو وزیر نورالحق قادری چې د دغه پروګرام مشر مېلمه و، د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړی کېدویې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه ګډ تاریخ، فرهنګ او ژبه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.