د ملی امنیت شورا: د حافظ سعید وژل به د داعش ډلې د جرړې ایستلو پیلامه وی

گزارشگر:یک شنبه 24 اسد 1395 - ۲۳ اسد ۱۳۹۵

mandegar-3د ملی امنیت شورا وایی د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې د مشر حافظ سعید وژل به د دې ډلې د جرړې د ایستلو پیلامه وی.
د دې شورا ویاند تواب غورځنګ وایی، د حافظ سعید وژل د ترهګرۍ او په خاصه توګه د داعش په وړاندې د افغان حکومت او نړیوالو متحدینو جدیت او قوی اراده په ډاګه کوی.
د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی د حافظ سعید وژل په دې معنی دی چې افغان حکومت او نړیوال ملګری یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړلو ته کلک هوډ لری او دا ډلې به په بشپړه توګه ختموی.
د ملی امنیت شورا د سټراټیژیکو اړیکو رییس او ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل افغان حکومت تعهد لری چې د افغانستان خاوره له داعش پاکه کړی او د حافظ سعید وژنه د دې خبرې د اثبات یوه لویه بېلګه ده.
هغه زیاته کړه:
«د حافظ سعید وژل دا معنی لری چې د افغانستان حکومت او د افغانستان وسله وال پوځ او د افغان حکومت نړیوال متحدین د ترهګرۍ ضد جګړه په خاصه توګه د داعش پر ضد جګړه کې جدی دی، د حافظ سعید له وژل کېدو سره د حکومت د ارادې قوت او شدت معلومېږی، د افغانستان حکومت متعهد دی د دې لپاره چې په افغانستان کې د داعش ټولې جرړې او د داعش اړوند ټولې ډلې او عناصر له منځه یوسی او د افغانستان پاکه خاوره له دې منحوسې ډلې پاکه کړی.»
ښاغلی غورځنګ همداراز وویل د حافظ سعید په وژلو سره هغه خبرې باطله شوې چې ګنې د افغانستان حکومت د داعش پر ضد په جګړه کې جدی نه دی.
د ملی امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې د مشر حافظ سعید د وژلو هرکلی کوی چې د سعید د وژلو خبره په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال رویټرز آژانس ته تایید کړې ده.
د امریکا دفاع وزارت هم تېره ورځ ویلی چې د داعش ډلې مشر حافظ سعید د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د امریکا په هوایی حمله کې له خپلو څو مهمو کسانو سره وژل شوی دی.
که څه هم افغان چارواکو د حافظ سعید وژل د داعش د ختمولو لپاره په ښه نیت نیولی خو یوې امنیتی سرچینی ازادی راډیو ته ویلی چې داعش په افغانستان او پاکستان کې د حافظ سعید تر وژلو وروسته حسیب لوګری خپل نوی مشر ټاکلی دی.
اخوا یو شمېر پوځی کارپوهان د داعش د ډلې د مشر وژل د دې ډلې د ماتې د پیل او د هغو کسانو تر منځ د ویرې د خپرېدو لپاره مهم بولی چې له دې ډلې سره خواخوږی لری.
افغان کارپوه جاویدکوهستانی ازادی راډیو ته وویل حافظ سعید له ترهګرو سره ژورې اړیکې لرلې او وژل یې هرومرو داعش له ماتې سره مخ کوی.
هغه وایی:
«د دې لپاره چې حافظ سعید د قومی اړیکو د لرلو په اساس او د آی. اس . آی او په پاکستان کې د نورو ترهګرو ډلو په مرسته کولای شول چې داعش د رهبرۍ په یوه سطحه کې خوندی وساتی، نو د سعید وژل کېدل د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د خواره واره کېدو سبب کېدای شی او هم به د هغو ټولو ترهګرو راتلل بند کړی چې له نورو سیمو په خاصه توګه له پاکستانه راتلل او له داعش سره به یوځای کېدل.»
ښاغلی کوهستانی وایی د حافظ سعید وژل نه یوازې دا ډله کمزورې کوی بلکې د افغان پوځیانو په وړاندې به یې مقاومت له صفر سره ضرب کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.