دفاع وزارت د هېواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه ولمانځله

گزارشگر:چهارشنبه 27 اسد 1395 - ۲۶ اسد ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت د «افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۹۷ کلیزه» نن یاد وزارت کې ولمانځله.
که څه هم له انګرېزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو نېټې ته دوه ورځې پاتې دی، خو دفاع وزارت او د سردار محمد داود خان د روغتون ډاکټرانو دغه ورځ د سې شنبې په ورځ په کابل کې ولمانځله.
د دفاع وزارت د مسؤلینو په خبره د انګریزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ورځ تر دې مخکې په خورا شاندارو مراسمو سره لمانځل کېدل، خو افغانستان اوس د تروریزم له ګواښ سره مخ دی نو ځکه هغه شان چې لازمه ده له دغې ورځې نه لمانځنه نه کېږی.
د دغه وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د څانګې یو مسؤل تورن جنرال سید عبدالکریم په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل:
«نن موږ د نړیوال تروریزم د ورانکاریو سره لاس او ګریوان یو، نړیوال تروریزم، او افراط کوونکو د دې موقع په موږ باندې محدوده کړه لکه څه ډول چې دغه پرتمینه ورځ پخوا په خوښیو او شاندارو مراسمو سره لمانځل کېدله ونه لمانځو.»
د ښاغلی کریم په خبره کله چې افغانستان ازادی تر لاسه کړه نو هېواد د تعلیم تر څنګ په بېلا بېلو برخو کې ډېر پرمختګونه وکړل.
اووه نوی کاله پخوا د افغانستان پاچا غازی امان الله خان په همدغه ورځ یعنې د زمری میاشتې په اته ویشتمه نېټه د وخت له بریتانوی حکومته خپلواکی بېرته واخیستله او افغانستان د یو خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت وپیژندل شو.
په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکار او سیاسی څېړونکی استاد حبیب الله رفیع وایی، افغانستان لومړنی هېواد و چې د انګریزانو پر وړاندې یې د خپلواکۍ د اخیستلو غږ پورته کړ.
هغه زیاته کړه:
«افغانستان لومړنی هېواد و چې له انګریزنه یې ازادی واخیسته او د نړۍ ملتونو ته یې لاره هواره کړه چې د ازادی لپاره مبارزه وکړی او بلاخره افغانستان د ازادی د غوښتنې او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو مخکښ شو،نو په دې ترتیب دغه ورځ ځانکړی اهمیت لری.»
د زمری د میاشتې د ۲۸ مې نېټې د هېواد د خپلواکۍ له ورځې څخه که څه هم د پخوا په شان لمانځنه نه کېږی خو هېرې ته هم نه ده سپارل شوې او په یو ډول نه یو ډول د حکومت او خلکو له خوا د دغې ورځې او د افغانستان د خلکو د مېړانې او خپلواکۍ غوښتونکو کارنامو لمانځنه شوې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.