د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال: سیاسی بحران به امنیتی او اقتصادی بحران څو برابره کړی

گزارشگر:شنبه 30 اسد 1395 - ۲۹ اسد ۱۳۹۵

mandegar-3د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وایی، که په هېواد کې سیاسی بحران راشی، امنیتی او اقتصادی بحران به څو برابره زیات کړی.
محمد محقق د جمعې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د شبیه سازی په دوهم کنفرانس کې پرته له دې چې د کوم کس نوم یاد کړی وویل، هغوی چې وایی، په یوازیتوب به پر مخ ولاړ شی، دا سمه نه ده.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وویل، که دولت تجزیه شی، امنیتی ځواکونه به د ترورېزم پر وړاندې جګړه ونه شی کړای.
ښاغلی محقق زیاته کړه:
“اقتصاد، امنیتی وضعیت خراب او سراسری مات ګوډ دی او که د دې ترڅنګ سیاسی بحران هم رامنځته شی، دا به یو مصیبت وی. دا مسئله به د خلکو ملا ماته کړی. که په حکومت کې یوه تجزیه رامنځته کیږی، بیا د عسکر او صاحب منصب لاس کارنه کوی چې له ترورېزم سره وجنګیږی. که دا وضعیت یې ښه کړو نوښه ده او که چا مشوره ورکړه چې نه موږ په یو اړخېزه توګه پر مخ ځو او په دې توګه یې پیل کړه، نو پیل به یې هم په هماغه ‌شان او سقوط به یې هم هماغه وی.”
ښاغلی محقق دا خبرې په داسې حال کې کوی چې په دې وروستیو کې اجرائیه رئیس او جمهور رئیس ترمنځ په ځینو مساېلو کې د اختلافونو خبرونه خپاره شوی دی.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ له جمهور رئیس اشرف غنی سره په لیدنه کې خپل اختلافی نظریات او وړاندیزونه جمهور رئیس ته بیان کړی دی.
اجرائیه ریاست ویلی په پام کې ده چې د دواړو مشرانو په دوهمه لیدنه کې جمهور رئیس هم خپل نظریات وړاندې او نتیجه به یې د دوی په درېیمه ناسته کې معلومه شی.
اجرائیه رئیس شاوخوا ۱۰ ورځې دمخه اعتراض وکړ چې جمهور رئیس له تېرو درېیو میاشتو را په دیخوا له ده سره یو ځل هم خبرې نه دی کړی او جمهور رئیس یې د ملی یووالی د حکومت د تفاهم لیک د موادو پر نه عملی کولو تورن کړ.
بل‎خوا جمهوری ریاست د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرګندونې د حکومتولۍ له موازینو خلافې ګڼلی دی.
په ورته وخت کې ځینی کارپوهان وایی، د ډېرو بحرانونو د رامنځته کېدو لامل، داخلی اختلاف وی.
د دې کارپوهان له ډلې جاوید کوهستانی ازادی راډیو ته وویل، د اختلافاتو دوام کولای شی منفی پایلې رامنځته کړی.
ښاغلی کوهستانی زیاته کړه:
“که د یو سیاسی نظام دننه اجماع نه‎وی، بحران په کې جوړیږی او د بحران دوام د خلکو پر ژوند ناوړه اثر پرې باسی. د افغانانو مهاجرتونه، په هېواد کې د پاکستان څرګندې لاسوهنې، د طالبانو او لشکرطیبه حملې په حکومت کې د همغږۍ د نشتوالی زیږندې دی.”
همدارنګه ځنیی د نظر خاوندان وایی، د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف کولای شی چې تر یوه حده د بحران د رامنځته کېدو سبب شی.
دوی تاکید کوی چې دا اختلافونه باید د خبرو اترو له لارې اوار شی.
د دې کارپوهان له ډلې بشیر هاتف ازادی رادیو ته وویل، که دا اختلافات دوام وکړی، خود غرضه کړۍ به ځینې د نظام په کمزوری کولو کې کار واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.