ډنفورډ: افغانستان حکومت پر خپل ۷۰٪ قلمرو حاکمیت لری

گزارشگر:شنبه 3 میزان 1395 - ۰۲ میزان ۱۳۹۵

د امریکا د پوځ لوی درستیز وایی، افغان ځواکونه اوس مهال د افغانستان د خاورې په سلو کې پر اویا سلنه برخه ولکه لری.
جنرال جوزف ډنفورډ د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې ته د وینا پرمهال همداراز یادونه وکړه چې وسله وال طالبان د دې هېواد د قلمرو له درېیو پر یوې برخې ولکه لری.
mandegar-3ډنفورډ د افغانستان د جګړې د روان حالت د ارزونې په ترڅ کې وویل، افغان ځواکونه او وسله وال مخالفین دواړه د خپلې ولکې لاندې سیمو کې په ولاړ حالت کې دی، خو یادونه یې وکړه چې که افغان ځواکونه د امریکا او د امریکا د متحدانو له خوا دوامدارې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړی، نو ښایی وکولای شی د خپل هېواد امنیت ټینګ کړی.
ډنفورډ وویل، افغان ملی امنیتی ځواکونه لاهم د پوځ په ځینو مهمو صنفونو لکه د هوایی ځواک، د ځانګړو عملیاتو او استخباراتو په برخو کې هغه وړتیا نه لری چې باید درلودای یې نو ځکه د نوموړی په وینا دولتی سرتېرو ته له وسله والو مخالفینو سره په جګړو کې زیات تلفات اوښتی، هومره چې د امریکا لپاره د منلو وړ نه دی.
جنرال ډنفورډ د افغان ځواکونو د تلفاتو دقیق شمېر ونه ښود.
خو د افغانستان دفاع وزارت دا ادعا ردوی، د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری ازادی راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت له اتو ولسوالیو پرته د هېواد د قلمرو پر زیاته برخه ولکه لری.
هغه زیاته کړه:
“د افغانستان د نږدې څلورسوه ولسوالیو اته د مخالفینو په لاس کې دی، یوڅو ولسوالۍ له لوړ تهدید لاندې دی او په ځینو کې متوسط تهدید دی، زه ویلای شم چې په ټول افغانستان کې دولتی حاکمیت ټینګ دی، په هغو کلیو کې چې خلک اوسېږی موږ نشو ویلای چې د طالبانو په لاس کې دی ځکه په هرکلی کې زموږ ځواکونه نشته، خو د دې معنی دا نه ده چې هغه د طالبانو په ولکه کې دی، که کله وغواړو زموږ ځواکونه په ازادانه ډول هلته تللی شی.”
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې د افغانستان وسله والو مخالفینو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلو حملو ته زور ورکړی.
په تېرو څو میاشتو کې په هلمند، ارزګان، کندز او نورو ولایتونو کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو او ننګرهار او شاوخوا سیمو کې یې د اسلامی دولت ډلې یا داعش حملې شنډې کړې چې په دې ترڅ کې، هم مخالفینو او هم دولتی ځواکونو او ملکی وګړو ته درانه تلفات واوښتل.
د سی. ای. اې او سپینې ماڼۍ پخوانی مقام بروس ریډل د چارواکو له خوا دا اعتراف چې د افغانستان د قلمرو په سلو کې دیرش برخه د طالبانو په ولکه کې ده، وروونکې بولی.
ریډل که څه هم په دې نظر دی چې دا رقم ښایی یوڅه له مبالغې ډک وی، خو هغه ټینګار کوی چې په هرصورت د هغو ستونزو څرګندونه کوی چې امریکا په افغانستان کې ورسره مخامخ ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.