ارګ: له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه لیک په اړه اندېښنې بېځایه دی

گزارشگر:یک شنبه 4 میزان 1395 - ۰۳ میزان ۱۳۹۵

د افغانستان جمهوری ریاست له حزب اسلامی سره د سولې د تفاهم لیک په اړوند اندېښنې بې ځایه وبللې او وایی چې افغان حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره د باعزته سولې په لټه کې دی.
جمهوری ریاست وایی، له حزب اسلامی سره د سولې په تفاهم لیک کې ملی ګټې او تېرې لاس ته راوړنی په پام کې نیول شوی او په دې برخه کې mandegar-3اندېښنې او انتقادونه بې ځایه دی.
د ولسمشر غنی د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په مرکې کې که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې افغان حکومت له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره باعزته سوله غواړی.
هغه زیاته کړه:
“که چېری د توافقنامې متن دقیق او بشپړ ولوستل شی ټولې اندېښنې لری کېږی، موږ له هرې مخالفې ډلې سره با عزته سوله غواړو په دې معنی چې د تېرو پنځلسو کلونو لاس ته راوړنې خوندی دی او افغانستان ډیموکراتیک او مشروع نظام لری،افغانستان د نورې نړۍ په څېر له ټولو هغو وسله والو ډلو سره سوله کوی چې سولې ته غاړه ږدی او په دې برخه کې هیڅ ډول قانونی خنډ نه دی موجود.”
دا څرګندونې د بشری حقونو د نړیوال سازمان د هغې اندېښنې په ځواب کې کېږی چې ویلی یې دی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره د سولې توافقنامه جنګی جنایت کارانو ته له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ پیاوړی کوی.
د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ترمنځ د سولې تفاهم لیک د تېرې پنجشنبې په ورځ لاسلیک شو، خو دې تفاهم لیک په ملی او نړیواله سطح مثبت او منفی غبرګونونه هم را وپارول.
په افغانستان کې بېلا بېلو سیاسی ګوندونو، څېرو او ملی شورا له دې تفاهم لیک څخه هرکلی کړی او د امریکا په ګډون مختلفو هېوادونو هم دا په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره یو مهم ګام بللی دی.
خو د بشری حقونو نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ویلی چې ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې له تورنو جنګی جنایت کارانو څخه دی او د ده په مشرۍ له حزب اسلامی سره د سولې تفاهم لیک جنګی جنایت کارانو ته له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ عام کوی.
خو د افغانستان د بشری حقونو سازمان په دې اړه بل ډول نظر لری، د دې سازمان مشر لعل ګل لعل وایی چې ټولو جنګی جنایت کارانو ته باید به یوه سترګه وکتل شی.
هغه زیاته کړه:
“په ډېرې خواشینۍ سره چې ځینې دوستان په دې هکله یو اړخیز قضاوت کوی، موږ باید په افغانستان کې د ټولو جنایت کارانو په وړاندې ودرېږو، محکمې ته د هغوی د کش کولو غوښتنه او په دې برخه کې مبارزه وکړو، تر اوسه لاهم دغه قاتلان یا جنایت کاران په حکومت کې موجود دی.”
تردې وړاندې د حزب اسلامی د مرکچی پلاوی مشر کریم امین ویلی چې د نظام ملاتړ، د هېواد دفاع او د خلکو د خدمت په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او حزب اسلامی سوله له چاه سره د ایتلاف او یاهم دښمنۍ لپاره نه ده کړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی هم ویلی چې له حزب اسلامی سره سوله د ملی ګټو لپاره ده او ټولو هغو وسله والو ډلو ته چې د افغانستان اساسی قانون منی د خبرو اترو ور پرانیستی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.