د حزب اسلامی او سولې عالی شورا د ګډې کمېټې کار څه وخت پیلېږی؟

گزارشگر:دوشنبه 26 میزان 1395 - ۲۵ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د حزب اسلامی د مرکچی پلاوی یو غړی وایی، حکومت دوی ته ژمنه ورکړې چې ممکن نن یکشبې ولسمشر غنی د حزب اسلامی او د سولې د عالی شورا د ګډې کمېټې د جوړېدو په اړه فرمان لاسلیک کړی.
د حزب اسلامی د مرکچی پلاوی غړی عتیق الله صافی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو چې د دغه فرمان لاسلیک کېدل به د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې د تفاهم لیک د عملی کېدو کارونو چټک کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“کومه اندېښنه نشته، امکان لری نن ورځ هغه فرمان صادر شی، کوم چې له موږ سره یې ژمنه شوې، تېره ورځ مو په دې اړه له امنیت شورا سره هم خبرې درلودې، وعده یې وکړه چې نن ورځ فرمان صادرېږی.”
د روان کال د میزان میاشتې په اتمه د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې تفاهم لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې حزب اسلامی له جګړې لاس اخلی او حکومت به یې په بدل کې پر حزب اسلامی باندې لګېدلی نړیوال بندیزونه لیرې کوی.
خو لاهم تر دامهاله د دواړو لورو د ګډې کمېټې کارونه نه دی پیل شوی.
د دغه توافق د عملې کېدو لپاره اړتیا ده چې د حزب اسلامی او افغان حکومت ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه شی.
که څه هم د افغان ولسمشر ویاند هاون چخانسوری د کمېټې د جوړېدو د وخت په اړه څه نه وایی، خو ټینګار کوی چې د کمېټې د جوړېدو په اړه به ډېر ژر د ولسمشر له لوری یو فرمان لاسلیک شی.
هغه زیاته کړه:
“د افغان حکومت او حزب اسلامی د کډې کمېټې د رامنځ ته کېدو په اړه د فرمان په محتوا کار روان دی او تر پروسس لاندې ده، ډېر ژر به نهایی شی او د ولسمشر له لوری به لاسلیک شی.”
افغان چارواکی وایی، د سولې د تفاهم لیک هغه مواد چې د فرمان لاسلیک ته اړتیا نه لری له دې وړاندې یې اجرایی بڼه خپله کړې، خو د دوی په وینا د دغه فرمان په لاسلیک سره د حزب اسلامی او افغان حکومت ترمنځ د سولې د تفاهم لیک د تطبیق عملی کارونه به پیل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.