د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان: جګړو افغانستان ماشومانو ته وحشتناک زیان رسولی

گزارشگر:شنبه 1 عقرب 1395 - ۳۰ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان «Human Rights Watch» وایی، د افغانستان په اوږده جګړه کې ماشومانو ته په وحشتناک ډول زیات زیان رسېدلی دی.
دې سازمان په جګړه کې د ملکی تلفاتو په اړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر«یوناما»د رپوټ په حواله ویلی چې د ماشومانو تلفات د اندېښنې وړ دی.
د بشری حقونو دڅارنې نړیوال سازمان د یوناما د رپوټ دې برخې ته اشاره کړې چې وایی، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۶۳۹ کوچنیان وژل شوی او تر۱۸۰۰ زیات زخمیان شوی دی.
دا د تېر کال په پرتله د جګړې له امله د کوچنیانو په تلفاتوکې ۱۵ سلنه زیاتوالی څرګندوی چې ساری نه لری.
د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان وایی، په افغانستان کې له ۲۰۱۳ میلادی کال راهیسې د جګړې له امله د کوچنیانو تلفات د زیاتېدو په حال کې دی.
درپوټ په حواله، په افغانستان د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو له زیاتېدو او ډېرو سیمو ته د جګړې له پراختیا سره سږکال ډېر کوچنیان وژل شوی او زخمیان شوی دی.
د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان ویلی چې په افغانستان کې د نا چاودېدلو موادو او ماینونو ۸۴ سلنه قربانیان کوچنیان دی.
یاد سازمان د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله ویلی چې په افغانستان کې د ملکی تلفاتو د زیاتې برخې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو دی او د هغوی له ټولو ادعاوو سره چې د ملکی خلکو د امنیت په اړه یې کوی، زیات ملکیان په ګڼ مېشتو سیمو کې د انتحاری حملو له امله وژل کېږی.
د رپوټ په حواله، هغو وسله والو چې د اسلامی دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره ځانونه متحد ګڼی، په وروستیو نهو میاشتو کې وحشتناک جنایات کړی چې په کابل کې د هزاره ګانو پر مظاهره حمله یې ښه بېلګه ده.
رپوټ وایی چې په کابل کې د هزاره ګانو پر مظاهره حمله وروستیو کلونو کې تر ټولو وژونکې اوخونړۍ وه.
د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان دې ته هم اشاره کړې چې د حکومتی ځواکونو په حملوکې زیات ملکی وګړی وژل او زخمیان کېږی.
رپوټ وایی، په تېرو نهو میاشتو کې د افغان امنیتی ځواکونو او دحکومت سره د متحدو ډلو په حملو کې لږترلږه ۶۲۳ تنه وژل شوی او نږدې ۱۳ سوه تنه زخمیان شوی چې د تېرکال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی څرګندوی.
رپوټ ویلی چې زیات تلفات په هوایی حملو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله پېښ شوی دی.
د دې تلفاتو له دریو یوه برخه د نړیوالو ځواکونو د حملو له امله بلل شوې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسی دفتر «یوناما» خبرداری ورکړی چې پر ملکی سیمو د بمباریو او د درنو وسلو د حملو د دوام په صورت کې به زیات ملکی وګړی ووژل او زخمیان شی چې کوچنیان هم پکې شاملېږی.

دې رپوټ ته په پام، د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د جګړې د نړیوالو قوانینو پر اساس، د ملکیانو او په ځانګړی ډول د کوچنیانو امنیت ته پام وکړی.
د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان وایی چې که داسې ونشی، ملکی تلفات او په ځانګړی ډول، د کوچنیانو قتلونه به جاری پاتې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.