ننګرهار کې د داعش ډلې بیا فعالېدو عوامل څه دی؟

گزارشگر:یک شنبه 2 عقرب 1395 - ۰۱ عقرب ۱۳۹۵

پوځی کارپوهان له داعش نه د بهرنیو استخبارتی کړیو ملاتړ او د حکومت له لوری په مؤثره توګه د دغې ډلې نه ځپل کېدل د داعش د بیا فعالېدو عمده عوامل ګڼی.
د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش او پاڅون کوونکو ترمنځ وروستیو وسله والو نښتو بیا په دغه ولایت کې د داعش ډلې د حضور په اړه mandegar-3اندېښنې زیاتې کړی دی.
یو شمېر پوځی کارپوهان وایی، که څه هم په ننګرهار کې د داعش د حضور خبره نوې نه ده، خو دوی وایی چې د حکومت د بې غورۍ له کبله دغه ډله بیا په دې ولایت کې فعاله شوې ده.
پوځی کارپوه یوسف امین ځاځی له ازادی راډیو سره په خبرو کې هغه لاملونه چې ګواګې د ده په خبره په ننګرهار کې د داعش پر بیا فعالېدو کې رول لری داسې بیان کړل.
نوموړی زیاته کړه:
“داعش وسله والې ډلې یا د نورو وسله والو ډلو عقبی جبهې خلاصې دی، هلته هغه کومې استخباراتی کړنې چې باید وشی هغه نه ترسره کېږی، سرحدات مو خلاص دی دوی راځی په کلیو او بانډو کې ځای پرځای کېږی نو دغه لوی عوامل دی چې حکومت نه شی کولای په مقابل کې یې جدی اقدامات وکړی.”
په ننګرهار کې د داعش د حضور په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږی چې تېره اوونۍ د ننګرهار د پچیراګامولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې د داعش او پاڅون کوونکو ترمنځ د وسله والې نښتې له کبله دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واووښته.
د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو په وینا داعش ډله د دغه ولایت په اچین، هسکې مینې، کوټ او د پچیر اګام په ولسوالیو کې فعاله ده.
د ننګرهار د ولایتی شورا غړی ذبیح الله زمری وایی، په ننګرهار کې د بهرنیو استخباراتی کړیو له هر اړخیز ملاتړ پرته د داعش ډلې فعالیت ممکن نه دی.
نوموړی زیاته کړه:
“دا جنګ له پلان، امکاناتو او منابعو پرته نه کېږی او د دغه جګړې تر شاه بهرنی استخباراتی او پوځی منابع دی چې تمویلوی یې.”
دا په داسې حال کې ده چې شاخوا دوه میاشتې وړاندې افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش وسله والو پرضد پراخ عملیات وکړل چې هغه مهال افغان چارواکو په یادو عملیاتو کې ګڼو داعشیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتولو د ادعا ترڅنګ د دغه ډلې د مهمو مرکزونو د لمنځه وړلو خبره هم کړې وه.
د افغانستان د دفاع وزارت بیا په ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندیښنې وړ نه بولی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیری د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې افغان خاص ځواکونه هره ورځ په ننګرهار کې عملیات کوی او هیڅکله به اجازه ورنه کړی چې داعش په ننګرهار کې مرکزونه جوړ کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ په دومداره توګه هره ورځ د ځانګړو ځواکونو عملیات لرو نو بناً زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ننګرهار کې دوی نه مراکز جوړولای شی او نه هغه خطر رامنځته کولای شی چې په اول کې رامنځته کړی وو.”
د ولسی جرګې یو شمېر غړی بیا تاکید کوی چې حکومت باید د داعش حضور ته په کمه سترګه ونه ګوری او له هرې ممکنې لارې په مؤثره توګه د دغه ډلې د پراخېدو مخه ونیسی.
د ولسی جرګې غړې حبیبه دانش وایی چې په وروستیو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې هم د داعش ډلې د حضور په اړه جدی اندېښنې را پورته شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.