وزیری: القاعده افغانستان کې داعش او طالبانو سره مرسته کوی

گزارشگر:شنبه 8 عقرب 1395 - ۰۷ عقرب ۱۳۹۵

د افغانستان دفاع وزارت وایی، القاعده شبکه په افغانستان کې له داعش او وسله‌والو طالبانو سره مرسته کوی او هغوی ته د فعالیت زمینه برابروی.
دا وزارت وایی چې په هېواد کې د القاعده شبکې ښکاره روزن‎ځایونه نه‎دی موجود او که یې په اړه معلومات تر لاسه شو، نو په خپل وخت به یې پر mandegar-3وړاندې اقدام وشی.
دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، القاعده په افغانستان کې له وسله‎والو طالبانو، داعش او نورو تروریستی ډلو سره مرسته کوی.
وزیری زیاته کړه:
“دا مهال القاعده په افغانستان کې ښکاره فعالیت نه لری، هغوی د پردې تر شاه له وسله‎والو طالبانو، داعش او له نورو تروریستی ډلوسره مرسته کوی، دوی ته د فعالیت زمینه برابروی، موږ چې هر چېرته د دوی مرکز او تحرکات وګورو، نو له‎منځه یې وړو‎، دوی به هر څه غواړی مګر موږ اجازه نه ورکوو.”
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږی د تېرې یکشنبې په ماښام د کونړ ولایت د غازی‎اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل په دره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د القاعده شبکې دوه مهم غړی له ۲۶ وسله‎والو سره ووژل شول.
د امریکا دفاع وزارت ویاند پیټرکوک ویلی چې دا دوه کسان د افغانستان په شمال شرق کې د القاعدې مشر فاروق ‌القحطانی القطری او بلال‌العُطَبی و.
د کوک په خبره فاروق‌القحطانی په افغانستان کې د القاعدې لپاره د امن مرکزونو د جوړولو لپاره مؤظف شوی و.
د ولسی جرګې یو شمېر غړی ټینګار کوی چې افغان حکومت باید له داعش او وسله‎والو طالبانو وړاندې له القاعدې سره وجنګیږی.
د دغې جرګې د دفاعی چارو د کمېسیون غړی خالد پښتون ازادی راډیو ته وویل، القاعده د داعش او وسله‎والو طالبانو تر شاه ولاړه او هغوی رهبری کوی.
دی وایی:
“زه باور لرم څه ډول چې افغان حکومت د داعش او طالبانو پر وړاندې جنګېږی، په هم هغه کچه دې د القاعدې په مقابل کې هم وجنګېږی، ځکه القاعده د تل لپاره د داعش او طالبانو په رهبری کې ځای لری، تل مو لیدلی چې القاعد همیشه د طالبانو او داعش تر شاه ولاړه وه.”
د القاعدې شبکه چې د اسامه بن لادن په مشری یې فعالیت درلورد، په امریکا کې د۲۰۰۱ د ۱۱ سېپټمبر له حملو وروسته په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف له‎خوا سخته وځپل شوه او زیات شمېر جنګیالی یې له افغانستان څخه د عراق او سوریې جګړې ته ولاړل.
د دغې ډلې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱میلادی کال کې په پاکستان کې د امریکایی ځانګړو ځواکونو له‎خوا ووژل شو او اوس یې رهبری د هغه مرستیال ایمن الظواهری کوی.
د ولسی جرګې د دفاعی چارو د کمېسیون غړی خالد پښتون وایی، القاعده یوه منظمه، خطرناکه او پیچلې شبکه ده چې کولای شی بیا ځان منظم او نړۍ ته ګواښ پېښ کړی.
د امریکا د پوځی چارواکو په خبره امریکایی جنګی الوتکو سږکال په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ هوایی حملې کړی چې د داعش ترڅنګ یې د القاعده جنګیالی هم په نښه کړی او دا ډول حملې به په راتلونکی کې هم دوام ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.