ولسی جرګه غواړی د امنیت خرابېدو په اړه امنیتی مسؤلین وروبولی

گزارشگر:سه شنبه 11 عقرب 1395 - ۱۰ عقرب ۱۳۹۵

د افغانستان ولسی جرګه وایی، د هېواد امنیتی وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی او په کار ده چې د امنیتی بنسټونو مشران د اساسی پوښتنو لپاره ور وغوښتل شی.
یاده جرګه وایی، د افغان ځواکونو د مدیریت او د دښمن سره د جنګ په اړه یوه اندازه ستونزې پر ځای پاتې دی.
mandegar-3د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی د دوشنبې په ورځ د ولایتونو امنیتی وضعیت په اړه د وکیلانو له اندېښنو اورېدلو وروسته وویل چې د ولسی جرګې د امنیتی او دفاعی چارو کمېسیونونه باید د هغه څه په اړه کتبی پوښتنې امنیتی مسؤلینو ته وسپاری چې اندېښنې یې راپارولی دی.
ښاغلی ابراهیمی وایی، امنیتی چارواکی مسؤل دی چې د کلیشه یی پوښتنو پر ځای اساسی موضوعات ځواب کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“رښتیا هم د افغانستان امنیتی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، د مدیریت او رهبرۍ په اړه ځینی نواقص دی او د دښمن سره د مقاومت په برخه کې هم یو شمېر ستونزې وینو، نو دا اندېښنې دې د پوښتنو په ډول په لستونو کې تیارې او اداری پلاوی ته وسپارل شی چې موږ یې بیا د داخلی اصولو مطابق امنیتی مسؤلینو ته وسپارو.”
له دې وړاندې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان، جمهور رئیس غنی او د حکومت ځینی نورو چاراکو هم د افغان ځواکونو د مدیریت په اړه اندېښنې تایید کړی دی.
په ولسی جرګه کې د بېلابېلو ولایتونو استازی انتقاد کوی چې که له یوې خوا وسله والو مخالفینو جګړه تېزه کړې له بل لوری یې په وړاندې سم ځواب نشته.
خو افغان چارواکو تل ویلی چې مخالفین وروستی زور ازمایی او غواړی د سیمې د یو شمېر هېوادونو په ملاتړ په افغانستان کې امنیتی وضعیت له دې امله وننګوی چې افغان حکومت په نړیواله کچه پام خپل کړی دی.
په ولسی جرګه کې د ارزګان او پکتیکا ولایتونو استازی د امنیتی اندېښنو په دوام وایی چې د پاکستان سره پر پوله پرتو دغو و لایتونو کې امنیتی اندېښنې لا په ډېرېدو دی.
عبیدالله بارکزی او محمود خان سلېمانخېل وویل:
“په ارزګان کې د دښمن د موټرو، ټانکونو، دهشکو، راکټو او نورو مهماتو شمېر زموږ له دولت څخه ډېر دی، تر اوسه پوری دوې میاشتې شوی ولې مرکزی دولت هیڅ حرکت نه دی کړی.”
“زموږ د دریو ولسوالیو لارې تقریباً د دریو کالونو راهیسې بندې دی او اوس په هغو ولسوالیو کې چې کوم جنګ دی طالبان پکې ډېرې قوی وسلې کاروی او د پاکستان ملېشې ورسره مستقیماً په څنګ کې ولاړې دی.”
د افغانستان دفاع وزارت ویلی چې د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د خوځښتونو په وړاندی غلی نه دی ناست او پر وخت عملیات لری.
د دې وزارت ویاند دولت وزیری ازادی راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو سږ کال درانه زیانونه لیدلی، د دوی مالی او تجهیزاتی سرچینې کمزوری شوی او نه شی کولای په راتلونکی کې هسې جګړه پر مخ یوسی چې سږ کال یې وکړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.