د امریکا د ټاکنو حساسې شېبې؛ ټرامپ یو ځل بیا ویلی چې درغلی به کیږی

گزارشگر:سه شنبه 18 عقرب 1395 - ۱۷ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3په داسې حال کې، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو ته د میاشتو، اوونیو او ورځو پر ځای د ګوتو په شمار ساعتونه پاتې دی دغو ټاکنو ته نوماند او په ځینو ایالتونو کې مخکښې نوماندې هیلیرې کلنټن قوی رقیب ډونالنډ ټرامپ یو ځل بیا ادعا کړې، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې به د هیلیری کلنټن په ګټه پراخې درغلۍ وشی.
دغه جمهوریپال نوماند د خپل ادعا په تکرار سره ویلی، چې د امریکا ټاکنې به شفافې نه وی او د ډیموکراتې نوماندې هېلیری کلنټن په ګټه به زیاتې تقلبی رایې استعمالې شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جنایی څېړنو فدرالې ادارې پولیسو (اف بی آی) د یو رسمی اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د هېلیری کلنټن د ایمیلونو قضیې په نویو پلټنو کې هېڅ داسې څه نه دی موندلی چې جرمی ماهیت ولری.
ډونالډ ټرامپ په مشیګان ایالت کې یوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل؛ د امریکا اف بی آی اداره د دې وړتیا نه لری، چې په اتو ورځو کې ۶۵۰ زره ایمیلونه وارزوی.
په پام کې ده، چې د سه شنبې په ورځ (نوامبر ۸مه) نېټه په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې وشی.
اخوا بیا د هیلیری کلنټن د کمپاین ټیم د اف بی آی ادارې د پلټنو پایلو له امله خوښی څرګنده کړې.
د یادې ادارې رییس جیمز کومی نژدې دوه اونۍ وړاندې په یوه لیک کې د مېرمن کلنټن د نویو ایمیلونو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.