مشرانو جرګه: حکومت دې د کابلوف څرګندونو په اړه روښانه دریځ غوره کړی

گزارشگر:دو شنبه 1 قوس 1395 - ۳۰ عقرب ۱۳۹۵

د افغانستان مشرانو جرګه وایی، د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې نه د روسیې او نه‌هم د افغانستان او سیمې په خیر دی او هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
د دې جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومی غونډه کې له حکومته وغوښتل چې په دې اړه څرګند او روښانه دریځ غوره کړی.
mandegar-3د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادی مسلمیار د ضمیر کابلوف څرګندونې وغندلې او زیاته‌یې کړه، هر هېواد چې له طالبانو سره اړیکې لری د افغانستان دښمن دی.
ښاغلی مسلمیار زیاته کړه:
“حکومت دې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړی او هغه معلومات چې لری یې د کابلوف له څرګندونو وروسته دې له روسی چارواکو سره شریک کړی او د روسانو پخوانی تاریخ دې هم ورته بیان کړی، څو د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړی، زه د مشرانو جرګې په استازیتوب د کابلوف څرګندونې غندم طالبان د افغانستان دښمنان دی د افغانانو له دښمنانو سره اړیکې له افغانانو سره دښمنی ده.”
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی د ترکیې له انادولو خبری اژانس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی چې روسیه له طالبانو سره په تماس کې ده.
ضمیر کابلوف ویلی طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږی چې دوی په سوریه کې ورسره په جګړه کې دی او همدا لامل دی چې زموږ ګټې سره نېږدې کوی.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړی وایی چې د سیمې د هېوادونو نیابتی جګړې په افغانستان کې پر مخ وړل کېږی چې باید دغه هېوادونه ورڅخه لاس واخلی.
د دغې جرګې غړی نثار حارس د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې وویل:
“افغان حکومت په جریان کې نه‎دی، خو روسیې اعلان کړی چې له طالبانو سره خبرې په جریان کې دی، د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه په افغانستان کې نیابتی او استخباراتی جګړه پر مخ وړی، د افغانستان په چارو کې هر ډول مداخله د افغانستان په جغرافیه باندې تیری دی.”
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر هم راواخلو، خو د مشرانو جرګې د غړو د وروستیو څرګندونو په اړه‌یې له خبرو ډډه وکړه.
څو ورځې وړاندې د بهرنیو چار وزارت ویاند شکیب مستغنی ازادی راډیو ته په دې اړه داسې ویلی و.
“د هغو ډلو سره چې تل‌یې افغانان د ترورېستی حملو هدف ګرځولی د هر ډول اړیکو جوړول او ملاتړ په اوږد مهال کې د سیمې لپاره په خطر بدلېږی چې هېڅ هېواد به‌یې له زیانه په امن کې پاتې نه‌شی، له دې وړاندې هم چې رسنیو په دې اړه څه خپاره کړی او موږ دا موضوع له روسیې سره شریکه کړې د هغه هېواد چارواکو رد کړې ده.”
ښاغلی مستغنی ټینګار کوی د سیمې هغه هېوادونه چې د افغان ولس له دښمنانو سره همکاری کوی د سیمې لپاره به خطرناک عواقب ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.