حنیف اتمر: مسکو او تهران دې طالبانو سره اړیکې سولې ته وکاروی نه جنګ

گزارشگر:چهارشنبه 8 جدی 1395 - ۰۷ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3بیا هم له طالبانو سره د روسیې او ایران د اړیکو په اړه څرګندونې، خو دا ځل د افغانستان د ملی امنیت سلاکار وایی، له دغو اړیکو څخه باید د سولې د ټینګښت په هدف ګټه پورته شی نه د جګړې د دوام لپاره.
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ټینګار کوی چې مسکو او تهران له طالبانو سره اړیکې لری خو زیاتوی چې له دغو اړیکو څخه باید د جګړې پر ضد او د سولې د ټینګښت لپاره ګټه واخیستل شی.
ښاغلی اتمر ازادی راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، د ترورېزم ضد جګړه کې اصل باید د دولتونو تر منځ اړیکې اوسی څو د ده په خبره دغه جګړه بریالۍ شی.
ښاغلی اتمر زیاته کړه:
“که جګړه له داعش، طالبانو او یا هم نورو ترهګرو سره ده، د دغې جګړې په اړه باید د افغانستان له دولت سره همکاری وشی. دوهم دا چې له طالبانو او یا هم نورو ډلو سره اړیکې چې د سولې په هدف نه‌وی زموږ له نظره ناجایزه او په کې دوستی نه‌لیدل کېږی.”
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د روسیې او ایران د اندېښنو او د دغې ډلې پر ضد له طالبانو سره د یادو هېوادونو د اړیکو په تړاو څرګندونې کېږی.
که څه هم ایران په مشخصه توګه له طالبانو سره د اړیکو په اړه څه نه‌دی ویلی خو روسی چارواکو له طالبانو سره خپلې اړیکې تائید کړې دی.
مسکو او تهران له طالبانو سره ولې اړیکې نیولی؟ ایا د وسله‎والو مخالفو ډلو په ځانګړی توګه د داعش پر وړاندې د افغانستان اقدامات قانع کوونکی نه‌وو او که نور هدفونه موجود دی؟
ښاغلی اتمر د دغو پوښتنو په ځواب کې وایی، د نړۍ په کچه سیاسی بدلونونو د افغانستان پر وضعیت هم اغېز کړی دی.
نوموړی وایی:
“په تأسف سره موږ ګورو کله چې سیاستونه تغییر کوی پر موږ یې اغېز ښه نه‌وی، ځکه موږ د ترورېزم ضد مبارزه کې مرکزی رول لرو. له دې امله موږ هڅه کوو چې د ترورېزم پر ضد پخوا کومه اجماع رامنځته شوې وه، له‎منځه ولاړه نه‌شی او ټول د ترورېزم پر وړاندې واحد دریځ ولرو.”
دغې موضوع د افغانستان سیاسی کړیو تر منځ جدی اندېښنې راپارولی، د افغانستان ملی شورا او حکومتی چارواکو تل دا ویلی چې له ترورېستی ډلو سره د ځینو هېوادونو اړیکې د سیمې په ګټه نه‎دی.
خو له وسله‎والو طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو په ځانګړی ډول د روسیې او ایران اړیکې به څه پایلې ولری؟
د سیاسی چارو شنونکی سید رحیم ستار د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل:
“کومه مداخله چې په افغانستان کې د ایرانیانو او روسانو له لوری محسوس کېږی د سیمې، طالبانو او افغانانو لپاره هېڅ خیر نه‌لری، دا یو خطرناک عمل دی او د راتلونکی لپاره به دغه سیمه نوره هم وسوځوی، خلک به کډوالۍ ته اړ کړی او مصیبتونه به لاهم زیات شی.”
افغان چارواکی وایی، د ترورېزم ضد مبارزه کې د همکارۍ ښې نښې شته او هیله‌مند دی چې په دې برخه کې به په بنسټیزه توګه همکاری رامنځته شی.
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ټینګار کوی چې افغانستان د خپل حریم څخه د دفاع او مصونیت لپاره چمتو دی او دغه مکلفیت‌یې په ښه توګه درک کړی او ترسره کوی یې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.