کابل د وېرې، جنایی پېښو، تښتوونې او وسله‌والو غلاوو ښار ګرځېدلی

گزارشگر:دوشنبه 13 جدی 1395 - ۱۲ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3د کابل اوسېدونکی وایی، په کابل ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د جنایی پېښو زیاتېدو د خپل راتلونکی په اړه اندېښمن کړی دی.
دوی وایی، په کابل ښار او ولسوالیو کې د وژنو، تښتونو او وسله‌والو غلاوو پېښې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دی چې دوی دغه وضعیت سخت اندېښمن کړی.
یاد کسان وایی دوی، ډېر کله د دې شاهدان دی چې په رڼا ورځ وسله‌وال غله د خلکو مخه نیسی او تر وهلو، ډبولو وروسته هر څه ترې اخلی چې په دا شان پېښو کې وژنې هم رامنځته شوې دی.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی نوید احمد چې د ورته پېښې یو قربانی دی ازادی راډیو ته وویل:
“د شپې له‌خوا خو ډېرې غلاوې کېږی، موټر تښتونکی، کیسه‌بران او د غلو داسې ډېرې ډلې شته، زه خپله نېږدې شل شپې مخکې ښار ته روان وم، نېږدې ماښام و، کله چې موتړ ته پورته شوم نو موتړ کې غله ناست وو او په لاره کې ناڅاپه پر ما وار وشو، تفنګچه او چاقوګان هم ورسره و او ماته‌یې وویل، په جېب کې دې چې هر څه وی رایې کړه.”
نوید زیاته کړه چې له هغې شپې وروسته سخت وېرېدلی او نور د ماښام له ا‌ذان سره سم کورته ځی.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې د کابل پوهنتون د شپې پوهنځی محصل هم دی ازادی راډیو ته وویل، په کابل ښار کې د جنایی پېښو له امله نه‌یوازې دی بلکې ټول خلک د خپل راتلونکی په اړه بې‌باوره شوی دی.
دی زیاتوی:
“غلاوو، وژنو، جنسی تېریو او داسې نورو جنایی پېښو رښتیا هم د افغانستان ښاریان ډېر اندیښمن کړی او د خپل راتلونکی په اړه بې‌باوره شوی چې څه به کېږی.”
په کابل ښار کې د جنایی پېښو له زیاتېدو دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږی چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې شپې په اووه نیمو بجو وسله‌والو غلو د کابل ښار د خیرخانې د لومړۍ حصې په ګولایی نومې سیمه کې د سلیم په نوم یو کس په چاقو سره وواژه او د نوموړی د تره زوی یې ټپی کړ.
له دې وړاندې د کابل د اوومې امنیتی حوزې د باغ رئیس په ساحه کې د نازیلا په نوم یوه نجلۍ چې د لسم ټولګی زده‌کوونکې وه د خپل عمه د زوی له‌خوا ووژل شوه.
هاخوا د کابل د ولایتی شورا غړی نعمت‌الله هاشمی ازادی راډیو ته وویل، د جنایی جرمونو پر ضد د امنیتی ځواکونو کمزوری اقدامات او مجرمینو ته سزا نه‌ورکول هغه څه دی چې جرمونو ته‌یې زمینه برابره کړې ده.
ښاغلی هاشمی وویل، ډېر کله نیول شوی مجرمین د رشوت په ورکولو سره خوشې کېږی.
نوموړی زیاته کړه:
“فساد موجود دی، که چېرې د کابل کوم اوسېدونکی یو مجرم امنیتی بنسټونو ته معرفی کړی او هغوی یې ونیسې په لومړی قدم کې خو هلته پیسې ورکوی او خوشې کېږی، زرګونه مجرمین چې لاپیاوړی شوی هغه مجرمین دی چې له عدلی او قضایی ادارو نه خوشې شوی دی او اوس هم خپلو جرمونو ته دوام ورکوی.”
ښاغلی هاشمی وویل، د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه او په ادارو کې کار هم اهل کار ته نه‌سپارل د دې لامل شوی چې مجرمین خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی.
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایی جرمونو پر ضد د مبارزې رئیس فریدون عبیدی ازادی راډیو ته وویل چې د پخوا په پرتله په دې وروستیو میاشتو کې د جنایی جرمونو کچه راټیټه شوې.
نوموړی زیاته کړه:
“د کابل د پولیسو او نورو ځواکونو تحرکات جدی شوی دی، پر ټولو اړخونو جدی کار کېږی چې په ترڅ کې یی داسې ډېر مجرمین نیول شوی چې په تښتونو او وژنو کې ښکېل وو، په کابل کې د جنایی جرمونو کچه راټیټه شوې ده.”
ښاغلی عبیدی وویل، د کابل پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۶ سوه تنه د مختلفو جرمونو په تور نیولی چې دغه لړۍ لاهم دوام لری.
دی د کابل اوسېدونکو ته ډاډ ورکوی چې د امنیت د ټینګښت په هدف جدی کار کېږی او هڅه به وشی چې په کابل ښار کې د جنایی پېښو کچه راکمه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.