هوایی چلند اداره: راتلونکی کال به سیمه ییز هوایی ډګرونه ترمیم شی

گزارشگر:سه شنبه 14 جدی 1395 - ۱۳ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ییزو هوایی ډګرونو ترمیمول، د رن‎وې پخول او پراخول، په ځینو ولایتونو کې د نویو سیمه ییزو هوایی ډګرونو جوړول، په پرمختللو تخنیکی وسایلو د شته هوایی ډګرونو تجهیزول، د ځینو هوایی ډګرونو د ترمینلونو ودانول، د زیربناوو جوړول او داسې نور، هغه پراختیایی پروژې دی چې د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره یې په خپلو راتلونکو پراختیایی پروژو کې شاملې ګڼی.
د افغانستان د ملکی هوایی چلند د ادارې مرستیال قاسم وفایی‎زاده د دوشنبې په ورځ کابل کې د دې ادارې د تېرکال د فعالیتونو د بیانولو په یوې غونډه کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د هېواد د ملکی هوایی چلند فعالیتونه به په راتلونکی کال کې د مسافرو او سوداګرو ستونزې کمې کړی.
ښاغلی وفایی‎زاده ځینو ولایتونو کې د سیمه ییزو او معیاری هوایی ډګرونو د جوړولو په هکله وویل:
“د اوو سیمه ییزو هوایی ډګرونو عیارول چې د فراه، کندز، میمنې، زابل، نیمروز،خوست او تخار د ولایتونو هوایی ډګرونه په کې شامل دی او همدارنګه د خوست، نیمروز او فراه د هوایی ډګرونو د ترمینلونو جوړول او د جلال‎اباد د هوایی ډګر د نوې ساحې د تخنیکې سروې کول دی.”
ده وویل، په راتلونکی کال کې د دایکندی ولایت د نوی هوایی ډګر جوړول او د جاغوری د هوایی ډګر رن‎وې له ۷۰۰ مترو څخه ۱۱۵۰ ته اوږدول، د افغانستان د هوایی چلند د ادارې نوی پراختیایی پروژې دی.
د افغانستان ملکی هوایی چلند د مسؤلینو د معلوماتو له مخې اوس د هېواد ملکی هوایی حریم په بشپړه توګه د حکومت په واک کې دی او هر کال شاخوا ۸۳۰۰۰ پروازونه پر همدغه فضایی حریم ترسره کېږی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې د دې ولایتونو مسافر ډېر ځله د پروازونو پر مهال د یو منظم سیسټم له نشتوالی شکایت کوی.
د ولسی جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون غړی موسی خان نصرت د افغانستان د ملکی هوایی چلند فعالیتونه ستایی خو وایی چې په اوسنیو شرایطو کې په لویو لارو کې امنیتی ستونزو ته په کتو سره په کار ده چې ملکی هوایی چلند خپلې الوتکې زیاتې کړی.
ښاغلی نصرت زیاته کړه:
“د هوایی چلند برخه کې یوڅه پرمختګونه شوی دی، خو نیمګړتیاوې بیاهم شته، د پروازونو بیې لوړې او پروازونه منظم نه‎دی، نو په دې برخه کې باید زیات کار وشی. ځکه چې په ځمکنیو سفرونو کې له ترافیکې ستونزو څخه امنیتی زیاتې دی.”
د افغانستان ملکی هوایی چلند د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې درې کورنی “کام اییر، صافی او اریانا” او ۱۰ بهرنی هوایی شرکتونه فعالیت لری.
له یوه ولایته بل ته تلونکو مسافرو ډېر ځله انتقادونه کړی چې د پروازونو وختونه، د مسافرو د مالونو ساتنه او هوایی سیسټمونه تر اوسه هم منظم نه‎دی.
د افغان ملکی هوایی چلند اداره وایی، د دغو ټولو ستونزو اواری ته تدابیر نیول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.