قربان حقجو: اقتصادی سیسټم د خصوصی سکټور ستونزې نه دې هوارې کړی

گزارشگر:یک شنبه 19 جدی 1395 - ۱۸ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وایی، اقتصاد بازار چې د اساسی قانون له مخې په افغانستان کې د اقتصادی سیسټم په توګه منل شوی او اوس په ټول هېواد کې پلی کېږی، په بشپړه توګه یې د خصوصی سکټور ستونزې نه دی اوارې کړی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایی، د ظرفیتونو ټیټوالی او د خصوصی سکټور، د فعالیتونو لپاره د لازمو زېربناو نشتوالی، د دې لامل شوی چې په هېواد کې د “اقتصاد بازار سیسټم” په سمه توګه پلی نه شی.
د دی وزارت مرستیال قربان حقجو د شنبې په ورځ د اساسی قانون د اوونۍ د لمانځلو په غونډه کې وویل چې د اقتصاد بازار د سیسټم نه پلی کېدل، د دې لامل شوی چې د خصوصی سکټور د فعالیتونو پر وړاندې پرتې ستونزې پرځای پاتې شی.
ده هیله وښوده چې د اقتصاد بازار سیسټم چې د اساسی قانون له مخې پرځینو مادو باید له سره غور وشی.
نوموړی زیاته کړه:
“د اساسی قانون ۱۲ مادې خصوصی سکټورته اجازه ورکوی چې پانګې واچوی، خو مهمه داده چې موږ یې په پلی کولو کې ستونزې لرلې، لازمه وه چې اساسی قانون او د هغه فرعی قوانین د هېواد شرایطو ته په کتو سره تدوین شوی وو، همدارنګه د اقتصادی قوانینو د پلی کوونکو ادارو ظرفیتونه باید لوړ شوی وای څو د مستهلیکینو ګټې په پام نیول شوې وای.”
د ښاغلی حقجو په خبره په ۲۰۱۰ میلادی کال کې د کابل بانک مالی بحران، د ځینو پوهنتونو ستونزې، مخکې له مخکې د خصوصی سکټور د فعالیتونو لپاره د اسانیتاوو، نه برابرېدل او داسې نور هغه ستونزې دی چې په اقتصادی برخه کې، د قانون د نه پلې کېدو له امله، رامنځته شوی دی.
خو د اساسی قانون پرپلی کولو د څارد کمېسیون غړی عبدالله شفاهی وایی چې د افغانستان په اساسی قانون کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره، ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولی دی.
د اقتصادی چارو پوهان وایی، د ښو قوانینو رامنځته کول او د دولت لخوا د خصوصی سکټور ملاتړ، کولی شی چې دوی ښې لاسته راوړنې ولری او که نه نو، له ستونزې سره به مخ وی:
د دې کارپوهانو له ډلې سید قیاس سعیدی ازادی راډیو ته وویل:
“هغه څه چې دولت ته لازمه وه، د خصوصی سکټور لپاره یې شرایط نه دی برابر کړی، د دوی د پانګو خوندیتوب یې نه دی تضمین کړی، د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو هم دوی ته لازمې اسانتیاوې نه دې برابرې کړی، که د حکومت او اساسی قانون لخوا تضمین او د خصوصی سکټور د پیاوړتیا لپاره ژمنه موجوده وای، نن به دغه ستونزې نه وای.”
په دې هکله د مالیې وزارت وایی، د خصوصی سکټور د فعالیتونو د اسانتیاو لپاره یې، یو لړ پرمختللی پلانونه ترتیب کړی چې د هېواد د اقتصادی برخو په ګڼو ادارو کې د پلی کېدو په حال کې او نتایج یې هم ښه دی.
سربېره پردې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ډېر ځله په خپلو ویناوو کې د خصوصی سکټور ملاتړ او دوی ته د اسانتیاو برابرول، د حکومت لومړیتوبونه ګڼلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.