ماټیس: پاکستان کې د تروریستی ډلو فعالیت د افغانستان امنیت ګواښی

گزارشگر:شنبه 25 جدی 1395 - ۲۴ جدی ۱۳۹۵

د امریکا دفاع وزارت ته د منتخب ولسمشر کاندید متقاعد جنرال جېمز ماټیس وایی، که د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شی، پر پاکستان به فشار راولی چې پر خپله خاوره د هغو ډلو فعالیت بند کړی چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوی.
جېمز ماټیس پرون پنجشنبې د دفاع وزارت لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاندید په توګه د سنا د پوځی خدماتو کمېټې تائید ترلاسه کړ او نن mandegar-3به د هغه پر کاندیدۍ عمومی رای ګیری وشی.
جېمزماټیس همدا راز د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د بریالیتوب لپاره د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
جېمز ماټیس د سنا استماعیه غونډې ته وویل، په پاکستان کې د تروریستانو ځالې هغه لویه ستونزه ده چې د افغانستان امنیتی ځواکونه ورسره مخامخ دی.
متقاعد جنرال ماټیس وویل:
“د افغانستان طالبانو ته په پاکستان کې موجودې ځالې او د حرکت ازادی، هغه مهمه عملیاتی مسئله ده چې افغان امنیتی ځواکونه ورسره مخامخ شوی دی.”
جېمزماټیس د سنا د پوځی خدماتو کمېټې ته وویل، د دفاع وزیر په توګه تر تائید وروسته پر ټولو لارو چارو غور وکړی چې د هغو افراطی ډلو پناه ځایونه له منځه یوسی چې د افغانستان امنیت اوثبات یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
هغه ټینګار وکړ چې په سیمه کې هېوادونه مسؤلیت لری چې په افغانستان کې د حکومت او د مخالفو ډلو ترمنځ د روغې د بهیر ملاتړ او مرسته ورسره وکړی.
متقاعد جنرال جېمزماټیس زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه باید پر افغان طالبانو او د هغوی پر ملګرو افراطی شبکو فشار راولی چې په افغانستان کې د تشدد روان کړی کمپاین پای ته ورسوی.
هغه وویل:
“موږ باید پاکستان وهڅوو چې د طالبانو او د حقانی شبکې پرضد زیات اقدام وکړی.”
د جېمز ماټیس په وینا، له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د روغې د بهیرملاتړ په برخه کې د متحدو ایالاتو ټولې هڅې باید د امریکا د ملی امنیت له ګټو سره اړخ ولګوی او د افغانستان د حکومت خپلواکی باید پکې وساتل شی.
نوموړی له طالبانو سره په مذاکرو کې د امریکا د تلونکی ولسمشر بارک اوباما د درېیو سرو کرښو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې وسله والو طالبانو ته مخکې ویل شوی چې له القاعده سره باید اړیکی وشلوی، له تشدده لاس واخلی او د افغانستان اساسی قانون ته باید د درناوی په چوکاټ کې د هغه هېواد سیاسی بهیر ته ورګډ شی.
هغه وویل:
“زما په باور، دا له افغان طالبانو منطقی غوښتنې دی.”
له پاکستان سره د مرستو د مشروطولو په اړه جېمز ماټیس د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې پر ټولو امکاناتو به غور وکړی.

هغه وویل چې پاکستان ته ځینې سخت سبقونه ورکړ شوی خو بیا هم باید له خپل ګاونډی افغانستان سره زیاتې همکارۍ ته وهڅول شی.
جېمز ماټیس زیاته کړه:
“که زه د امریکا دفاع وزیر وټاکل شم، د بهرنیو چارو له وزارت او کانګرس سره به ګډه کار وکړم چې پاکستان ته په هغو مواردو کې چې زموږ ملی امنیت او د سیمې امنیت ته مهمې دی، بدیل ورکړل شی او پردې به تمرکز کوو چې پاکستان هغه وسله والې ډلې چې د هغه هېواد پرخاوره فعالیت کوی، خنثی کړی یا وباسی.”
د امریکا د تلونکی ولسمشر بارک اوباما ادارې هم په مکرر ډول د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې پرخپله خاوره د حقانی شبکې او نورو هغو افراطی ډلو د فعالیت مخنیوی وکړی چې په افغانستان کې امنیت اوثبات ته ګواښ پېښوی.
د پاکستان حکومت وایی چې له تروریزم سره مبارزې ته تعهد لری او په وزیرستان کې دوسله والو ډلو پر ضد د خپلو پوځی عملیاتو بری ته اشاره کوی.
خو د افغانستان حکومت پر پاکستان تور پورې کوی چې د نړیوالو سترګو ته خاورې ورشیندی او یوازې هغه وسله وال په نښه کوی چې د پاکستان پر ضد وسله فعالیت کوی.
جېمز ماټیس پرون پر نړیوالو امنیتی مسئلو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دروسیې فعالیت نړیوال امنیت ته اوله درجه ګواښ دی او دروسیې پر رهبرانو یې تور پورې کړ چې د ناټو تړون د ماتولو هڅې کوی.
په امریکا کې د قانون له مخې، هغه کسان چې د دفاع وزارت په لوړو څوکیو مقررېږی، باید لږترلږه اووه کاله له پوځی خدمته لرې پاتې شوی وی.
دا قانون د امریکا د دفاع وزارت پر لوړو څوکیو د ملکی واکمنۍ د ټینګولو لپاره را منځ ته شوی دی.
د امریکا سنا به نن د دفاع وزارت پرلوړو څوکیو د پوځی وګړو د ماموریت په قانون کې د استثنی تر څنګ، د دفاع وزارت ته د جېمزماټیس پرکاندیدۍ هم رایې ورکړی اوغالباً هغه به تائید کړی.
د امریکا په دفاع وزارت کې پر لوړو څوکیو د کار کولو لپاره د ” اووه کاله غیر پوځی فعالیت” قانون په ۱۹۵۰میلادی کال کې د جورج مارشال لپاره مات شوی و.
خو حتی د ډونالډ ټرمپ یو شمېر سترو منتقدانو د جېمز ماټیس لپاره په قانون کې د استثنی ملاتړ کړی دی.
هغوی استدلال کوی چې د متقاعد جنرال ماټیس تجربه او شخصیت به پرمنتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ملی امنیت په چارو کې تجربه نه لری، فشار راولی او ثبات به رامنځ ته کړی.
جېمز ماټیس ۶۶ کلن دی، څلور لسېزې یې د امریکا د متحدو ایالاتو په پوځ کې خدمت کړی او په ۲۰۱۳ میلادی کال کې تقاعد شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.