د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د تړلو دروازو د پرانیستلو ژمنې عملی کړی

گزارشگر:سه شنبه 17 حوت 1395 - ۱۶ حوت ۱۳۹۵

کهڅه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، پاکستانی چارواکو د ډیورند کرښې اوږدو کې د تړل شویو دروازو د بېرته خلاصون لپاره پر کړو ژمنو عمل نه‌دی کړی، خو تمه ښیی چې تړل شوې دروازې به ډېر ژر د افغانانو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شی.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغنی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې پاکستان کې د بند پاتې افغانانو د راستنېدو لپاره به له هرې ممکنې mandegar-3لارې کار واخلی.
نوموړی وویل:
“د هغو ژمنو له مخې چې د پاکستانی لوړپوړو چارواکو په اسلام‎اباد کې د افغانستان له سفیر سره کړی، موږ تمه لرو چې ژر ورباندې عمل وکړی او پاکستان کې د ګېر پاتې افغانانو د ستونزو د حل او بېرته راستنولو لپاره اقدام وکړی او افغان حکومت دا خپله دنده بولی چې د خپلو هېوادوالو ستونزې هوارې کړی.”
له تېرو شلو ورځو راهیسې شااوخوا ۲۵ زره افغانان چې د درملنې او نورو مسایلو لپاره پاکستان ته تللی وو، هغه هېواد کېګېر پاتې دی چې له ډول-ډول ستونزو سره مخ دی.
د تېر میلادی میاشتې په ۱۶مه د پاکستان سند ایالت کې په یوه زیارت کې له خونړۍ چاودنې وروسته د دغه هېواد د لوی درستیز په امر له افغانستان سره د تګ راتګټولېځمکنۍ لارې وتړل شوې.
په اسلام‎اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په دې وروستیو کې ویلی له کوم دلیل د نه‌شتون بغیر د لارو د تړلو دوام د خلکو له ځورولو پرته بله معنی نه‎لری.
ښاغلی زاخېلوال په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکی چې پاکستانی چارواکی د تورخم او سپین‎بولدک د لارو د تړلو په اړه هېڅ قانع کوونکی قانونی ځواب نه‎لری.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وایی، افغان حکومت دې د پاکستان پر وړاندې خپله ډیپلوماسی بدله کړی.
نوموړی وایی:
“موږ کولای شو چې امریکا هم په دې قضیه کې راښکېله کړو هغه سټراتیژیکې اړیکې چې له امریکا سره‌یې لرو، موږ باید وتوانېږو چې د هغه هېواد له لوری پر پاکستان فشار راوړو، دوهم د سیمې هېوادونه لکه، ایران، عربستان او چین باید په پاکستان فشار راوړی او درېیم هغه نړیوال سازمانونه چې د بشر حقونو لپاره کار کوی باید د پاکستان سیاستوالو تر غوږ دا خبره ورسوی.”
د سیاسی چارو کارپوه احمد سعیدی وایی، پاکستان د ویزه لرونکو افغانانو پر مخ د دروازو په تړل کېدو سره ټول نړیوال ارزښتونه تر پښو لاندې کړی.
هغه له ازادی راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې اوس هغه وخت رارسېدلی کوم چې د پاکستان د دغې کړنې پر وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته باید شکایت وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.