ښځو سره د تاوتریخوالی مخنیویځانګړېڅارنوالی: ۱۳۹۵ کې د ښځو وژنې زیاتې شوی

گزارشگر:دوشنبه 23 حوت 1395 - ۲۲ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیویځانګړېڅارنوالۍ وایی، د تېر کال په پرتله په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ښځو د وژلو پېښې زیاتې شوی او وایی، په یاد کال کېیې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی۲۴۴۲ قضیېڅېړلی دی.
د دغېڅارنوالۍ مشرې پروین رحیمی د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغو قضیوډېره برخه په کابل او هرات کې ثبت شوې دی.
اغلې رحیمی وایی، د تېرو کلونو په پرتله په روان کال کې د ښځو د وژلو پېښې زیاتې شوې دی.
نوموړې زیاته کړه:
“له بده مرغه د تاوتریخوالی له کبله د وژلو پېښې زیاتې شوی دی، خو د وژلو ټولې پېښېڅېړل کېږی او ځینېیې فیصله شوی هم دی، څو تنه په اعدام محکوم شوی او په یو شمیر مواردو کې مجرمین په پنځلس او اتلس کالونو بند محکومت شوی دی.”
له دې مخکې د لویېڅارنوالۍ ویاند جمشید رسولی هم ویلی وو چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی زیاتېدو په اړه دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږی چې په یوې تازه پېښه کې د ښځو په نړیواله ورځ د بامیانو په ولایت کېیوې نجلۍ خپل ځان زندۍ کړ.
همداراز په ځینو ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو له لوری د یو شمېر نجونو د سنګسار راپورونه هم ورکړل شوی دی.
هاخوا په ولسی جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفی وایی چې په لیرو پرتو سیمو کې لاهم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی قضیو ته رسېدنه نه‌کېږی.
نوموړې زیاته کړه:
“د ناامنه سیمو او ولسوالیو په اړه پوهېږو خو هغه سیمې چې امن دی د څارنوالانو نه‌موجودیت لاهم په‌کېیوه ستونزه ده او زه ډېرهډاډه نه‌یم، هغه کار چېیوڅارنوال‌یې په ښه نیت ترسره کوی که هغه محکمې هم همداسې سرته ورسوی او د دې لامل شی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی قضیو ته رسېدنه سرعت پیدا کړی.”
اغلې کوفی وایی چې د ښځو په وړاندې د قضیو د څېړلو لپاره باید په ټولو ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کېڅارنوالان حضور ولری څو په دېډول دغو قضیو ته په وخت او په سمه توګه رسېدنه وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.