مشرانو جرګې د ملی شورا لپاره امتیازی تقنینی دوره د شرم وړ وبلله

گزارشگر:دوشنبه 14 حمل 1396 - ۱۳ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان مشرانو جرګه وایی چې په امتیازی تقنینی کال کې د ملی شورا پاتې کېدل شرم دی او باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو نېټه اعلان کړی.
د دغې جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار د یکشنبې په ورځ د راتلونکو انتخاباتو د څرنګوالی په تړاو د سناتورانو له اندېښنو وروسته وویل افغان حکومت ته په کار ده چې نور امتیازی دورې پای ته ورسوی او واقعی ولسواکی عملی کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“انتخابات د ولسواکۍ اصل دی او موږ په دې تشو اعلانونو نور باور نه لرو، باید د انتخاباتو ورځ مشخصه شی او مهالوېشیې اعلان شی تر څو د ملت باور پیدا شی، د مشرانو جرګې او ولسی جرګې په ټوله کې د دواړو خونو لپاره نور شرم دی چې د اتم تقنینی امتیازی کال انتظار کوو او دا به ډېر شرم وی.”
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د کب د میاشتې په ۱۶ نېټه د ولسی جرګې د شپاړسمې دورې اوم امتیازی اجلاس پرانیست.
له دې وړاندې دې جرګې تېر کال هم د تقنینی فرمان له مخې کار ته دوام ورکړی و، دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۴ لمریز کال په پسرلی کې باید په افغانستان کې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات تر سره شوی وای.
افغان حکومت ویلی چې دا انتخابات له هر اړخیزو اصلاحاتو وروسته تر سره کېږی او د دې لپاره د انتخاباتی کمېشنرانو د بدلولو تر څنګ په ګڼو نورو برخو کې هم باید کار وشی.
سناتوران اندېښنه لری چې د ناامنیو له پراخېدو او د انتخاباتو کمېسیون له بې پروایی سره دا انتخابات نور هم ونه ځنډېږی.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره بنسټیز کارونه روان دی خو دا مهال یې نېټه نه شی اعلانولای.
دیاد کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی ازادی راډیو ته وویل حکومت ته یې دوه مهالوېشه سپارلی خو بودجوی ستونزو دا انتخابات له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ خپل دوه مهالوېشه جمهوری ریاست ته سپارلی دی او له مرسته کونکو سره مو هم شریک کړی دی، موږ غواړو چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکی انتخابات ډېر شفاف او د خلکو لپاره د منلو وړ وی.”
له دې وړاندې د انتخاباتو په برخه کې د مدنی ټولنو شبکې بیا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو چارو کې ناکام بللی ویلییې دی، هغه کارونه چې باید تر سره شوی وای نه دی شوی.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د انتخاباتو د برېښنایی کېدو هڅه کېږی او دا ټولې چارې طبعاً وخت ته اړتیا لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.