مشرانو جرګه: حکومت او حزب اسلامی دې د سولې تړون ته ژمن پاتې شی

- ۱۳ ثور ۱۳۹۶

د افغانستان مشرانو جرګه د افغانستان حکومت او حزب اسلامی تر منځ د سولې تفاهم‌لیک پر عملی کېدو ټینګار کوی.
مشرانو جرګه وایی، د حکومت له‌خوا د حزب اسلامی د ۱۳ مهمو زندانیانو ګرځول د تفاهم‌لیک خلاف عمل دی او وایی حکومت او حزب اسلامی دواړه باید د سولې تفاهم‌لیک ته ژمن پاتې شی.
MANDEGARد مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادی مسلمیار د سې شنبې په ورځ د حکومت له‌خوا د حزب اسلامی د یو شمېر بندیانو د نه‌خوشې کېدو په تړاو وویل، هر هغه غاړه چې د دوی تر منځ د سولې له شوی تفاهم‌لیک سرغړونه کوی سولې ته ژمن نه‌دی.
نوموړی زیاته کړه: “هغه توافق چې د حکومت او حزب اسلامی تر منځ شوی په هغه کې ټول اړخونه ذکر شوی چې دواړه خواوې باید ورته ژمن وی، دغه هوکړه د حکومت او د حزب اسلامی په خوښه ترسره شوې ده او هر هغه څوک چې له دغه تفاهم‌لیک سرغړونه کوی هغه سولې ته ژمن نه‌دی.”
سره له دې چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ د حزب‎ اسلامی ۶۹ بندیان خوشې شی، خو حزب اسلامی وایی چې په وروستیو شېبو کې حکومت د ۱۳ مهمو زندانیانو نومونه له لېسته ایستلی دی.
ویل کېږی چې ولسمشر غنی تېره ورځ د حزب اسلامی د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان هم لاسلیک کړی دی.
د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومی ناسته کې د نورو سناتورانو تر څنګ زلمی زابلی د حکومت دغه اقدام له حزب اسلامی سره د شوی تفاهم‌لیک خلاف یاد کړ.
نوموړی زیاته کړه: “حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده په هغه کې فکر کوم د ۶۹ بندیانو د خوشې کېدو ژمنه شوې که چېرې حکومت اوس هغه ۱۳ بندیان چې ترې راګرځولی دا د تفاهم‌لیک خلاف کار دی دوی باید لومړی د تفاهم‌لیک په اړه فکر کړی وی چې کوم بندیان باید خوشې شی او کوم پاتې شوی وی.”
تر دې وړاندې بیا حزب‎ اسلامی رسنیو ته ویلی چې د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون او د دغه کمېسیون د مشرې سیما سمر د مداخلې له کبله د ۱۳ بندیانو نومونه له فهرسته ایستل شوی دی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون تر اوسه په دې اړه څه نه‌دی ویلی، خو د افغانستان جمهوری ریاست وایی، له حزب اسلامی سره د شوی تفاهم‌لیک د ټولو موادو عملی کېدو ته ژمن دی.
د جمهوری ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: “د دغه هوکړه‌لیک د عملی کېدو لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی او د تفاهم‌لیک هغه تر ټولو سخته برخه‌یې له تور لېست څخه د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل و او نورې ستونزې ډېرې وړې او حل کېدونکې دی، دولت د دغه تفاهم‌لیک د ټولو موادو عملی کولو ته ژمن دی.”
دا مهال د حزب اسلامی ټول دوه نیم زره غړی د حکومت په زندانونو کې بندیان دی او د دغو بندیانو خوشې کول له ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې د تفاهم‌لیک مهمه برخه ده.
په ورته وخت کې یو شمېر سناتوران خبرداری ورکوی، که چېرې افغانستان حکومت له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه‌لیک په بشپړه توګه عملی نه‌کړی نورې مخالفې ډلې به زړه ښه نه‌کړی چې له حکومت سره سولې ته حاضر شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.