صمیم: سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستانی سرتېرو ترمنځ نښته رامنځته شوې

- ۱۶ ثور ۱۳۹۶

جنرال رازق ویلی چې په ډزو کې یوولس افغان سرحدی ساتونکی ټپیان شوی دی او یو ملکی وګړی وژل شوی دی.
د ازادی راډیو خبریال راپور راکوی چې تازه دمې سرتېری د سپین بولدک ولسوالۍ لقمان کلی ته رسېدلی دی چیرته چې دا نښته له سهار راهیسی روانه ده.
له سیمې څخه د جګړې له کبله زر کورنۍ بې ځایه شوی دی.
MANDEGARد کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک ازادی راډیو ته وویل، د دواړو لورو تر منځ نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستانی ملیشو غوښتل د بولدک ولسوالۍ د لقمان او نظر په نوم کلیو کې سرشمېرنه وکړی چې د افغان امنیتی ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شول.
د ښاغلی خپلواک په وینا، د پاکستانی ملېشو دوه ټاکنونه سوځل شوی دی او دواړو لورو ته تلفات اووښتی دی.
په دغه جګړه کې دواړو لورو درنې وسلې کارولی دی.
خو پاکستانی چارواکو له افغانستان سره پر پوله د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د ډزو په نتیجه کې د یوه ملکی د وژل کېدو او د پوځیانو په ګډون د اتلسو کسانو د ټپی کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتی څانګې یا «ای ایس پی آر» په یوه اعلامیه کې ادعا کړې ده چې د جمعې په ورځ سهار شا او خوا څلور بجې افغان پوله ساتو ځواکونو پر هغو امنیتی کسانو ډزې پیل کړې چې په چمن کې یې د سرشمېرنې د ټیم امنیت نیولی وو.
د اعلامیې په وینا پاکستانی ځواکونو په عکس العمل کې د افغانستان لوری ته سپکې او درنې وسلې کارولی دی.
د ازادی راډیو خبریال د کندهار د والی د ویاند صمیم خپلواک له خولې وایی چې دوی هڅې کوی خلک له سیمې خوندی ځایو ته وباسی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدی ځواکونو او د پاکستانی ملېشو ترمنځ نن جمعه سهار جګړه پیل شوې او لاهم دوام لری.
د کندهار والی ویاند صمیم خپلواک د یاد خبر په تائید سره ازادی راډیو ته وویل چې جګړه نن سهار ۳ بجې د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان کلی کې رامنځ ته شوې ده.
ښاغلی صمیم وویل پاکستانی ملېشو غوښتل د لقمان په کلی چې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سیمه ده سرشمېرنه وکړه چې د افغان ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شول چې وروسته جګړه رامنځته شوه چې اوس هم جریان لری.
ښاغلی صمیم زیاته کړه چې په جګړه کې د پاکستانی ملېشو دوه تانکونه هم سوځول شوی او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو د کره تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.
په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندانۍ چارواکی وایی چې د پېښې ځای ته تازه دمه افغان سرحدی پولیس رسېدلی دی.
په سیمه کې یوه سرحدی پولیس د نوم نښودلو به شرط ازادی راډیو ته وویل چې په یاده جګړه کې شپږ افغان سرحدی پولیس هم ټپیان شوی دی.
په کندهار کې د ازادی راډیو خبریال وایی چې د یادې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته د سپین بولدک او چمن لار هم د خلکو پر مخ تړل شوې ده.
پاکستانی ملېشو تر دامهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.