گزارشگر:چهار شنبه 3 جوزا 1396 - ۰۲ جوزا ۱۳۹۶
د افغانستان د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس د برېښنایی تذکرو د کارکوونکو لپاره اخیستل شوې ازموینه کې ځینې نیمګړتیاوې منی او له ټولو بخښنه غواړی.
نوموړی د سناتورانو هغه انتقادونه ردوی چې ګنې د برېښنایی تذکرو د کارکوونکو لپاره په اخیستل شوې ازموینه کې شفافیت نهو موجود.
نادر نادری چې د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې استجوابیه غونډې ته خبرې کولې وویل چې د وخت د محدودیت له وجې پهدې پروسه کې ځینې ستونزې وې خو په خبرهیې چې پهدې برخه کې بشپړ عدالت تأمین شوی او د ټولو ولایتونو وګړو ته ونډه ورکړل شوې ده.
نوموړی وایی:
“نیمګړتیاوې وې خو هغه د سهلانګارۍ، قصداً او بد نیت نه نهدی شوی، بلکې دا یوازې د یادې پروسې د زمان د کموالی له وجې نیمګړتیا وه، د دې لپاره چې ممکن ځینی کسان له دې امله زیانمن شوی وی، موږ بخښنه غواړو، په دغو نتایجو کې له ۳۳ ولایتونو خلک راغلی او دا کسان په خپل قوت راغلی، نور له دې وروسته چې دغې پروسې ته څوک غوښتنلیک ورکوی له لومړۍ ورځې به ژبه انتخابوی او نور به دا ډول تیروتنې نهکېږی.”
دا ازموینه «د غویی په ١۵مه» د اداری اصلاحاتو او ملکی خدماتو د خپلواک کمېسیون له لوری کابل کې واخیستل شوه چې د ۴۹۲ پوستونو لپاره له ټول هېواده ۲۵ زره او ۴۸۰ کسانو غوښتنلیکونه سپارلی و.
خو له دغې ازموینې وروسته د افغانستان د مشرانو جرګې او د ازموینې د ګډونکوونکو په شمول یو شمېر کسانو او کړیو اعتراضونه وکړل چې د برېښنایی تذکرو د کارکوونکو لپاره په اخیستل شوې ازموینه کې ناانډولی شوې او یوازې په یوه ژبه ازموینه اخیستل شوې ده.
دغې غونډې ته د برېښنایې تذکرو د وېش ادارې مشر همایون محتاط هم رابلل شوی و، ده د برېښنایی تذکرو د وېش په تړاو سناتورانو ته وویل:
“د حوت د ۳۱مې نېټې د هدایت پر اساس چې موږ ته راکړل شوی موږ باید په ۹۰ ورځو کې خپل چمتووالی ونیسو، زموږ چمتووالی په شدت مخې ته ځی، موږ د خپل مهالوېش سره سم مخ ته ځو.”
د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومی جلسه کې له اوږدو بحثونو او د سناتورانو له تُندو انتقادونو وروسته دغه چارواکی وتوانېدل چې د غونډې د حاضرو سناتورانو قناعت خپل کړی.
Comments are closed.