اعتراض کوونکی: که مو غوښتنې ومنل شی له حکومت سره خبرو ته چمتو یو

گزارشگر:چهارشنبه 17 جوزا 1396 - ۱۶ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د هېواد په پایتخت کابل کې د اعتراض کوونکو اعتراضونه په پنځمه ورځ هم دوام لری او د کابل ښار ډېری لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دی.
اعتراض کوونکی پر خپلو غوښتنو ټینګار کوی او وایی تر هغې چې یې غوښتنې ونه‌منل شی اعتراضونو ته به دوام ورکړی.
د حکومت د مشرانو استعفاوې، د امنیتی مسؤلینو محاکمه او لیرې کېدل او د وسله‌والو مخالفینو د زندانیانو اعداموال د اعتراض کوونکو له غوښتنو څخه دی.
د دغه تحصن دوه تنظیموونکی هارون معترف او اثار حکیمی وایی، د حکومت سره خبرو ته اماده دی خو که‌یې شرطونه ومنل شی.
دوی زیاتوی:
“د خبرو اترو او مذاکراتو سره موږ ستونزه نه‌لرو خو په دې شرط چې لمړی دې د ملی امنیت شورا سلاکار له دندې لیرې شی څو د اعتماد فضا رامنځته او موږ مذاکراتو ته کېنو.”
“موږ د خبرو ور نه‌دی تړلی، خو دا مذاکرات به هله د خلکو او زموږ لپاره د منلو وی چې حکومت زموږ شرطونه عملی کړی او حکومت فرمان ورکړی چې اصلاحاتو ته ژمن دی پرته له دې مذاکرات هېڅ معنی نه‌لری.”
له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملګرو ملتونو سازمان له اعتراض کوونکو غوښتی چې د حکومت سره خبرو ته کېنی.
دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خونړۍ چاودنې ۹۰ تنه ووژل او له ۴۰۰ پورته نور کسان‌یې ټپیان کړل.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد په پایتخت کې د “کابل پروسې” په نوم غونډه روانه ده چې د څه باندې ۲۵ هېوادونو او سازمانونو استازی په‌کې ګډون لری.
په پلازمېنه کابل کې د دې غونډې لپاره خاص امنیتی تدابیر نیول شوی دی او په همدې مناسبت یوازې په کابل ښار کې عمومی رخصتی اعلان شوې ده.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې له‌خوا د حکومت او اعتراض کوونکو تر منځ د روغې جوړې کمېټې یو شمېر غړی وایی، د ستونزو د هواری یوازنۍ حل لاره خبرې اترې دی.
د یادې کمېټې یو تن غړی فرهاد مجددی وویل:
“حکومت باید د خلکو حقه غوښتنو ته قناعت بخښونکی ځواب ولری او یوازنۍ حل لاره چې کولای شی دې جریان ته قناعت ورکړی، خبرې اترې دی.”
ډېری کارپوهان او کابل ښاریان هم پر دې ټینګار کوی چې دا اعتراضونه باید پای ته ورسېږی ځکه د دوی په خبره د لارو بندېدو له امله کابل ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.