د پاکستان او افغانستان له خوا پر عملیاتو څار د ارګ ټینګار

گزارشگر:شنبه 17 سرطان 1396 - ۱۶ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3ارګ وایی چې په پاکستان او افغانستان کې د افراطی وسله‎والو ډلو پر ضد پر پلان شویو عملیاتو څارنه مهمه اړتیا ده څو معلومه شی چې وسله‎والو تروریستان په کومو ځایونو کې دېره دی.
افغانستان په پرله‎پسې ډول پرپاکستان تور لګولی چې په قبایلی سیمو، کوټې او نورو ځایونو کې د وسله‎والو طالبانو مشران دیره دی او مرکزونه لری خو پاکستان یې پر ضد اقدام نه‎کوی.
پاکستان له تېر یوه کال راهیسې ځوابی تورونه لګوی او وایی چې د پاکستانی طالبانو وسله‎وال په افغانستان کې فعال دی او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوی.
د امریکا د سنا یوه پلاوی تیره اوونۍ لومړی اسلام‎اباد او وروسته کابل ته سفر وکړ او په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره یې د ټولو تروریستی ډلو پر ضدګډ عملیات مهم وبلل.
پاکستان او افغانستان له دې همغږو عملیاتو سره چې امریکا به څارنه پرې کوی، موافقه وکړه. خو پرون د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت ویاند وویل، د حقانی شبکې په ګډون د تروریستی ډلو وسله‎وال له پاکستانه وتلی دی او د افغانستان په هغو سیمو کې اوسېږی چې د افغان حکومت تر ولکې لاندې نه‎دی.
خو افغان حکومت وایی چې دا څرګندونې ورته د قناعت وړ نه دی.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادی راډیو ته وویل چې پردې عملیاتو د نړیوالې ټولنې څار ډېر مهم دی:
“موږ غواړو چې د دې ادعاوو د اثبات لپاره نظارت رامنځ ته شی څو معلومه شی چې په رښتیا هم حقانی ډله او د طالبانو نورې ډلې له پاکستانه وتلی کنه او داعش په کومو سیمو کې دی. دوی هم ادعاوې لری چې تر ډېره له حقیقته لېرې دی. مثلا دوی د ملا فضل الله ډله یا د احرار ډله یادوی چې په دې ټولو برخو کې یې افغانستان ته هېڅ راز سند نه‎دی وړاندې کړی. ”
په همدې حال کې د طالبانو مشرتابه- کوټې شورا ته یوه نېژدې سرچینه وایی، پاکستانی چارواکو په دې وروستیو کې د دې شورا له یو شمېر غړو سره تماس نیولی او ورته ویلی یې دی چې په پاکستان کې له خپلو استوګنځایونو څخه ووځی.
دې سرچینې چې اوس هم په پاکستان کې اوسی او نه غواړی نوم یې واخېستل شی ازادی راډیو ته وویل چې په کوټه کې د طالبانو مشران اوس مهال په عام محضر کې نه لیدل کېږی او د تماس شمېرې یې هم غیر فعالې دی.
د طالبانو ویندویانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.