کابل ښاروالۍ یو ځل بیا د سمنټی دېوالونو د لېرې کولو کمپاین پیل کړ

گزارشگر:دوشنبه 26 سرطان 1396 - ۲۵ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د کابل ښاروالۍ تر یو څه ځنډ وروسته، یوځلې بیا د ښار له ځینو سېمو د سمنټی دېوالونو او موانعو د لېرې کولو کمپاین پیل کړی دی.
په کابل ښار کې د موانعو د لېرې کولو د کمپاین په بیا پیلېدو سره، کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ د کابل ښار د څلورمې ناحیې په سېمه کې یو شمېر موانع او سمنتی دېوالونه راټول کړل.
ښاغلی احمد فهیم معصومی د دغو موانعو د لېرې کولو پر مهال نن یکشنبه ازادی راډیو ته وویل چې د څلورمې ناحیې په دریو نورو برخو کې به هم ډېر ژر دا موانع لېری کړی.
ښاغلی معصومی زیاته کړه:
“مونږ په دوو مهمو برخو کې خپل کمپاین پلی کړ، یو د عدلیې وزیر د کور له شااوخوا موانع راټول شول او بل هم د څلورمې امنیتی حوزې سمنټی دېوالونو راټولول دی چې تاسې ګورئ، دغو موانعو سړک بند کړی، د کابل ښاروالۍ په څلورمه ناحیه کې درې نورې برخې هم پاتې دی چې ډېر ژر به له هغو سېمو هم موانع راټول شی.”
د کابل ښار له واټونو د موانعو د لېرې کولو دغه کمپاین چې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې په وقفه‎یی ډول مخ ته ځی، د چارواکو په وینا، له ۵۰۰ ډېر موانع یې د ښار له بېلابېلو برخو لېرې کړی دی.
خو له دې سره یو شمېر کابل ښاریان اندېښنه لری چې حکومت غواړی، د کابل مرکزی سیمې د شنې ساحې په نوم د خنډونو په اېښودلو سره خوندی او د عامو خلکو له ښې وباسی.
حاجی میرا جان او عبدالواسع احمدزی په‎دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“چارواکو ته زه دا وایم چې تاسې ځان لپاره شنه ساحه جوړوئ، ولې د نورو افغانانو غم تاسې سره نه‎شته، دغه ساحه چې تاسې په‎کې شنه ساحه جوړوئ، دغلته مهم روغتونونه دی چې عام خلک ورته اړتیا لری، که چېرې تاسې دا شنه ساحه اعلانوئ، نو افغانانو ته ووایئ چې کابل پرېږدئ او مونږ ټول د کابل له ښاره شنه ساحه جوړوو.”
“زما په نظر د شنې سیمې جوړولو ته هېڅ اړتیا نه‎شته، حکومت باید امنیت ټینګ کړی او په‎دې برخه کې د نورو طرحو په لټه کې شی.”
کابل ښاروالې وایی، په کابل کې تر وروستیو خونړیو پېښو وروسته، حکومت هڅه کوی چې ارګ ته څېرمه یو شمېر واټونه د خلکو پر مخ وتړی او شنه ساحه یې تر اوسنۍ اندازې هم پراخه کړی.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له‎مخې، دغه پروګرام د امنیت شورا له‎خوا د مهمو او ډېپلوماتیکو سېمو د امنیت د خوندیتوب لپاره طرحه شوی دی.
دوی وایی، دغه طرحه د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان سېمه کې پلې کېږی او کابل ښاروالۍ د بدېلو لارو طرحه هم جوړه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.