گزارشگر:دو شنبه 9 اسد 1396 - ۰۸ اسد ۱۳۹۶
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې په راتلونکی اوونۍ کې د رأیې ورکولو د مرکزونو څېړنه پیلوی چې هدف یې د زورواکو له نفوذه د دغو مرکزونو ایستل او د هغو مرکزونو تړل شامل دی چې خلک ورته لاس رسی نه لری.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشی او ویاند عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې له مخکینی پلان سره سم دا څېړنه به د زمری د میاشتې په شپاړلسمه نېټه پیل شی.
ده زیاته کړه چې د تخنیک او عامه پوهاوی برخې کارکوونکو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو چې له بشپړېدو سره به یې د څېړنې کار په رسمی ډول پیل شی.
دی وایی:
“د رأیې ورکونکو مرکزونه به د سیمهییزو زورواکو او ملکانو له کورونو لېرې په دولتی تأسیساتو کې لکه ښوونځیو، روغتونونو او مسجدونو کې جوړ شی، ټول مرکزونه بیا ارزول کېږی، کوم مرکزونه چې خلک ورته لاس رسی نهلری او یا هم خیالی وی باطلېږی او نوی مرکزونه جوړېږی، یعنې مرکزونه په متوازن ډول جوړېږی.”
ښاغلی صیاد دغه شان وویل چې په را روانو انتخاباتو کې به هر رأیه ورکوونکی د رأیې ورکونې په یو ځانګړی مرکز کې ثبتېږی چې له هماغه مرکز پرته بیا بل ځای رایه نهشی کارولی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څه موده مخکې د راتلونکې کال د سرطان شپاړلسمه نېټه د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ورځې په توګه اعلان کړه.
ټاکل شوې وه چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۲۰۱۵ میلادی کال په پسرلی کې وشی خو ظاهراً د انتخاباتی سیسټم نه اصلاحات د دې لامل شول چې دغه انتخابات په خپلې ټاکلې نېټه ترسره نهشی.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا که څه هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوری د رأیې ورکونې د مرکزونو د ارزونې هرکلی کوی خو وایی چې د انتخاباتو په وړاندې د پرتو نورو ستونزو ارزونه هم په کار ده.
د دې بنسټ رئیس محمد نعیم ایوبزاده د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:
“د رأیې ورکوونکې د مرکزونو له ارزونې مخکې مهمه ده چې موږ د امنیتی ننګونو یوه ارزونه ولرو، امن او ناامنه سیمې په نښه کړو، په دې توګه به د رأیې ورکونې د مرکزونو سمه ارزونه وشی او معلومه به شی چې خلک د رأیې ورکونې مرکزونو ته لاس رسی لری او کنه.”
له دې وړاندې امنیتی بنسټونو د انتخاباتو د امنیت په اړه د چمتوالی خبر ورکړی وو.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د انتخاباتی مرکزونو تر ارزونې وروسته به د رأیې ورکوونکو د کارتونو د ورکولو لړۍ هم پیل شی.
Comments are closed.